کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایي مسوولینو ویلي، د هغو ښوونځیو په بیارغولو کار روان دی، چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي وو.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې ښوونیز بهیر مخ پر ودې دی او سږ کال زرګونه کسان له دیني او عصري زده کړو فارغ شوي دي.
د کندهار ولایت پوهنې رییس ویلي، چې دوی په دې هڅه کې دي، څو په ښوونیز بهیر شته ستونزې له منځه یوسي.
د نوموړي په خبره دوی د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې په ښوونځيو کې ۲۱۶۰ ښوونکي هم چې اړتیا لیدل کیږي، زیات شي څو دغه تشه هم ډکه شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/