معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کندوز کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز کې د کرنیزو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د یاد نندارتون د پرانیستې پرمهال په دغه ولایت کې د زون په کچه د یوې سترې سړې خونې د چارو له پیلولو خبر ورکړ او ویلي یې دي، چې د کروندګرو او بزګرانو د ستونزو حلولو په موخه روان کال به د اوبو رسولو په برخه کې د ۳۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پانګونه وشي.
د یادونې وړ ده چې یاد کرنیز نندارتون به ۳ ورځې دوام وکړي، چې په کې د مېوو او سبزیو لکه مۍ، شولې، پیاز، جوار، پخته، غوړي، غنم، وريجې، هندوانې، خټکي، ناک او دې ته ورته نور کرنیزې توکي نندارې ته وړاندې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس