معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کورنیو چارو وزارت وایي، د امنیتي کمرو لګول یوه امنیتي اړتيا ده

کورنیو چارو وزارت وایي، د امنیتي کمرو لګول یوه امنیتي اړتيا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنيو چارو وزارت په کابل ښار کې د لګول شويو ٦۲ زره کامرو په اړه د بښنې نړيوال سازمان د استازي خبرو ته په غبرګون کې ويلي، چې د امنیتي کامرو لګول یوه امنیتي اړتيا ده.
د دوی په خبره دا ډول کمرې نه يوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمېنه کې معمول دي.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا دغه کمرې په کابل ښار کې د ولسي وګړو په مشوره لګول شوې دي.
هغه له بښنې نړیوال او نورو سازمانونو څخه غوښتي چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره دې خپل نظرونه څرګند کړي.
د بښنې نړیوال سازمان یو راپور کې د دغو امنیتي کمرو په عمومي ځایونو کې لګول د افغانانو د حقونو نقض ګڼلی و.
دغې سازمان ویلي وو، چې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د خلکو پر وړاندې د سختې تګلارې غوره کول دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس