معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کورنیو چارو وزارت وایي، لوی اختر ته یې کلک امنیتي تدابیر نیولي

کورنیو چارو وزارت وایي، لوی اختر ته یې کلک امنیتي تدابیر نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د لوی اختر په را رسېدو سره د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.
دوی وايي، د هېواد په لویو ښارونو کې یې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ملي پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ښارونو او نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې امنیتي ځواکونو د جوماتونو، عیدګاوو او ټولو هغو ځایونو د ساتنې لپاره د امنیت بشپړ چمتوالی نیولی، چې د خلکو ګڼه_ګوڼه په کې زیات وي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د اختر په ورځو کې به د دغه وزارت خداماتي ادارې لکه اطفایې، ۳ سوه بستریز روغتون او د پولیسو ۱۱۹ شمېره د احتمالي پېښو مخنیوي لپاره پۀ منظم ډول فعاله وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس