معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کوز کونړ ولسوالۍ کوټۍ تاران سیمه کې کروندګرو ته د غنمو رېبلو واړه ماشینونه ورکړل شول

کوز کونړ ولسوالۍ کوټۍ تاران سیمه کې کروندګرو ته د غنمو رېبلو واړه ماشینونه ورکړل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ((WFP په مالی ملاتړ د ((SARCDOموسسې په تخنیکې همکارۍ د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کوز کونړ ولسوالۍ د کوټۍ تاران سیمه کې کروندګرو ته د غنمو رېبلو واړه ماشینونه ووېشل شول.
د خبر له مخې دا هغه ۲ سوه ثبت شوي بزګران وو، چې پخوا ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوې وې.
خبر زیاتوي، چې ذکر شوي بزګران په څلورو ګروپونو وېشل شوي، چې دمګړۍ د تشویق او ملاتړ په موخه د څلورو ګروپونو کروندګرو ته د ۱ میلیون ۸۰ زره افغانیو په ارزښت ۱۰ عرادې د غنمو رېبلو او قلبه کولو واړه ماشینونه ووېشل شول.
د کرنې ادارې دغو کروندګرو سره
ژمنه وکړه، چې د کروندګرو د ملاتړ او تشویق لپاره به دې ته ورته نورې ګټورې پروژې هم په لاره واچوي، څو په خبره یې د کروندګرو اقتصاد پیاوړی شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس