معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د پاکستاني پوځيانو یو ټانګ له غره غورځیدلی دی

کونړ کې د پاکستاني پوځيانو یو ټانګ له غره غورځیدلی دی

ګهیځ نیوز:
نن سهار د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند«نواپاس» سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یو ټانګ د تاسیساتو جوړولو پرمهال له غره دیخوا افغان خاورې ته رالودیدلی دی.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي انورشاه وویل چې پاکستاني ځواکونو نن سهار وختې غوښتل د دې ولسوالۍ د نواپاس د غره لوړه سیمه کې پوستې او تاسیسات جوړ کړي چې یو ټانک یې له غره دیخوا د سرکاڼو ولسوالۍ ته راغورځیدلی دی.
د کونړ د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، چې سیمې ته یې پلاوی استولی څو د یادې پېښې لامل معلوم کړي؛ چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
پاکستاني ځواکونو تراوسه د یاد ټانک د غورځیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي
خلک په دې باوردي چې پاکستان وخت ناوخته د تاسیساتو په نامه افغان خاوره لاندې کړې او قدم په قدم رامخکې ته کېږي. ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس