معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د پخوا په پرتله د لرګینو زینتي توکو بازار غوړېدلی

کونړ کې د پخوا په پرتله د لرګینو زینتي توکو بازار غوړېدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کونړ ولایت کې د زینتي توکو ځینې جوړونکي وايي، دغه زینتي توکي چې د کونړ له لرګیو جوړیږي، دې ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو پام ځانته اړولی.

د زینتي توکو جوړوونکي د هېواد نورو ولایتونو ته له لرګیو څخه د جوړو شویو پخو توکو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

په ورته مهال سیمه‌ ییز مسوولین وايي، روانه اونۍ په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون جوړیږي.

د کونړ د سوداګر او صنعت ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ترکاڼۍ شاوخوا څلورنیم سوه سترې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي، چې سلګونه کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس