معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کونړ کې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کی راوتلو سېلابونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دغه سیلابونه د لمټک ـ کوډو او شړولو په کلیو کې د اوسېدو ۸۵ کورونه ویجاړ کړي، د یو کس ژوند یې اخیستی او د یوې  مېرمنې او دوه ماشومانو په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړي دي.

د مسوولینو په وینا سیلابونو ۴ سوه جریبه زراعتي ځمکه باندې ولاړ فصلونه، ۳۰ سره کورني څاروي، دوه عرادی موتر، دوه کیلومتره سرک او د نرنګ عمومي کانال هم زیانمن کړی دی.

دغه راز د سیلاب له امله د کونړ – نورستان لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې بیا د مسوولینو له لوري تر څو ساعته بندښت وروسته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس