معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې یو تن د ۷۰ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی

کونړ کې یو تن د ۷۰ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو يو قاچاقبر له ۷۰ کيلو ګرامه قيمتي ډبرو سره نيولی دی.
د خبر پر بنسټ، د دغه قول اردو ویاند ویلي، چې تېره شپه د کونړ ولايت وټپور ولسوالۍ کې د دې قول اردو د عبدالله بن عباس رض دوهمې پلې لېوا اړوند دوهم ټولي ځواکونو يو قاچاقبر له ۷۰ کيلو ګرامه قيمتي ډبرو سره يو ځای نيولی دی.
د ده په خبره نوموړي قاچاقبر غوښتل چې يادې قيمتي ډبرې په سراچه موټر کې د کونړ له ماڼوګۍ ولسوالۍ څخه ننګرهار ته په غير قانوني توګه انتقال کړي، چې د لارې په اوږدو کې د دوهم ټولي کشفي ځواکونو لخوا نيول شوی دی.
د مسوولینو په وینا نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس