معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کډوالو وزارت له ملګرو ملتونو او پاکستان سره د ګډې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی

کډوالو وزارت له ملګرو ملتونو او پاکستان سره د ګډې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۷  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د ملګرو ملتونو سازمان او له پاکستان سره د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

د یاد وزارت ویاند ویلي، دغه غونډه به په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل متمرکزه وي.

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت د دې غونډې د جوړولو په تړاو د سرپرست حکومت وړاندیز ارزوي.

بل لور پاکستان کې ځينې افغان کډول وايي، د جبري وېستلو او د نړیوالو سازمانونو د نه پاملرنې په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس