معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګردېز کې د ۵۶ میلیونو افغانیو په لګښت د کرماشي سړک جوړولو چارې پیل شوې

ګردېز کې د ۵۶ میلیونو افغانیو په لګښت د کرماشي سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا مرکز ګردېز کې د ښاروالۍ له لورې د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د خواجه حسن کرماشي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د ګردېز ښاروالۍ ویلي، دغه سړک د ښاري ماسټر پلان له مخې د ښاروالۍ په مالي لګښت د یو کیلو متر په اوږدوالې، دوه لېنونو کې د ۳ متره ګلدان په درلودلو او د ۳۰ مترو په پلنوالې سره په اساسي ډول جوړیږي.
خبر زیاتوي، چې د دغه سړک د جوړولو چارې یو خصوصي شرکت ته ور کړل شوي، چې د راتلوونکو ۱۰ میاشتو په جریان کې به يې چارې بشپړې کړي.
د خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د سړک جوړونې چارې به په ښه کېفيت ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس