معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګل آغا شېرزی په کندهار کې له سېلابي اوبو ژغورل شوی

ګل آغا شېرزی په کندهار کې له سېلابي اوبو ژغورل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د جمهوریت د دورې چارواکی ګل آغا شېرزی له سېلابي اوبو ژغورلی دی.

د خبر پر بنسټ، یاد ریاست د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد له قوله ویلي، چې ګل اغا شېرزی د کندهار ډنډ ولسوالۍ روح آباد سیمه کې د خپل یو عراده موټر او دریو نورو کسانو سره هغه مهال امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شو، چې سېلابي اوبو ایسار کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خپور شوي انځور کې ښکاري چې د نوموړي موټر کابو ټول په اوبو کې غرق شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس