معماری
خانه / ادب و هنر / ګهیځ اونیزه؛ لیکوال او شنونکي!

ګهیځ اونیزه؛ لیکوال او شنونکي!

 په لاندې کرښو کې د هغه څېړنې پایله لولو چې ښاغلي سردارمحمد دیندار خېل د ګهیځ جریدې د هغه وخت د بېلابېلو کلیکسیونونو د پاڼو په اړولو سره ترسره کړې ده. د دې تحقیق په پایله کې هغه ځیني موارد سم شول چې تر دې وړاندې یو شمېر لیکوالو او مؤرخینو د شهید منهاج الدین ګهیځ او د هغه د پیاوړې جریدې په اړه په کتابونو کې لیکلي وو، دا دی هغه څېړنه چې پدې اړه ترسره شوې له مل اسنادو سره له ښاغلي دیندارخېل نه په مننې دلته لوستوالو ته وړاندې کوو. «د گهیځ ټولنې اداره»

سردار محمد دیندارخېل

شهید منهاج الدین گهیځ په افغانستان کې د څلوېښتمې لمریزې  لسیزې له تكړه ورځپاڼه لیکونکو او ليكوالو څخه ؤ، چې د پياوړي ملي او اسلامي فکر او اند خاوند ؤ او د همدې كرښې له مداره يې د خپلې مبارزې وړانګې غوړولې، د ګهيځ په نامه يې اونيزه خپروله چې د اسلامي فكر د خپرېدو او د ملي ګټو د خونديتوب لپاره يې مبارزه كوله او {ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ} [النحل: ۱۲۵] تګلاره يې خپله كړې وه.

د ګهیځ اصلي موخه د افغان مسلمان ولس فکري رغونه، د افغانانو پام سیاسي او تاریخي راتلونکي ته اړول، د ولس پام ختیځو او لویدیځو دښمنانو ته ور ګرځول، د اسلامي طرز تفکر خپرول او غوړول او د افغانستان د ګټو خوندیتوب ؤ.

ګهیځ اونیزې د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په امتیاز او مسؤول مدیریت په ۱۳۴۷ لمریز کال کې خپرونې پیل کړې او لومړۍ ګڼه یې د ۱۳۴۷ لمریز کال د دلوې په ۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ په څلورو مخونو کې په (۳۰×۴۰) سایز کې له چاپه راووته، د ګهیځ ټولنې په اداره کې چې د ګهیځ اونیزې کوم کلیکسیونونه موجود دي، له هغې ښکاري چې جریده په دوه سایزه کې چاپ شوې ده، لومړی سایز یې (۳۰×۴۰) او دویم سایز یې (۴۰×۶۰) دی.

د ګهیځ جریدې د هغه وخت له کلیکسیون څخه ښکاري چې دغه اونیزه به معمولاً هره یکشنبه له چاپه راوته او دوه(۲) افغانۍ یې قیمت درلود[۱]، د جریدې د تېراژ په اړه پروفیسور عبدالرسول رهین په خپل کتاب «تاریخ مطبوعات افغانستان» کې لیکي چې: د ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ نسخې چاپ کېده او د توزیع په اړه یې زیاتوي چې دغه دیني نشریه په کابل او ټول افغانستان کې په پراخه کچه توزیع کېده[۲].

که څه هم د هغه وخت ځینې عیني شاهدان او د ګهیځ جریدې قلمي همکاران وایي چې یاده جریده به د شهید منهاج الدین ګهیځ په ژوند هم کله ناکله له چاپه پاتې کېده، چې بېلابېل لاملونه یې درلودل، خو د نوموړې جریدې شته کلیکسیونونه ښکاروي چې دغه اونیزه د استاد منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته له ۱۳/۶/۱۳۵۱ تر ۲۵/۹/۱۳۵۱نېټې پورې د یو څه وخت لپاره بېخې له چاپه پاتې شوې ده، د شهید منهاج الدین ګهیځ تر شهادت څلور ورځې مخکې د سنبلې په ۱۲مه نېټه چې کومه ګڼه چاپ شوې، دا د ګهیځ په ژوند کې د جریدې وروستۍ ګڼه ګڼل کېږي، یعنې (دوه ویشتمه ګڼه، پرله پسې ۱۵۸ ګڼه،۱۲/۶/۱۳۵۱)[۳].

تر دې وروسته بیا د ۱۳۵۱ لمریز کال د قوس تر ۲۵مې نېټې یاده جریده چاپ نه شوه[۴]، د ګهیځ تر شهادت وروسته؛ د جریدې لومړۍ ګڼه د ۱۳۵۱ لمریز کال د قوس په ۲۶مه د لعل محمد الیاس خېل په مسؤول مدیریت او د عبدالرب احدي وردګ په امتیاز چاپ شوه.  پاتې دې نه وي چې یا ده جریده د لعل محمد الیاس خېل په مسؤول مدیریت تر ۱۶۴پرله پسې ګڼې پورې چاپ شوې چې اته ویشتمه ګڼه د ۱۳۵۱ کال د دلوې په ۱۵ مه چې پرله پسې ۱۶۴مه ګڼه کېږي، د الیاس خېل په مدیریت وروستۍ ګڼه ده.

که څه هم د هغه کلیکسیون په استناد چې دمګړۍ په کابل کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په کتابتون کې شته دی، داسې ښکاري چې د منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته د ګهیځ اونیزې یوازې دولس(۱۲) ګڼې چاپ شوې دي او هغه وروستۍ ګڼه چې د ګهیځ ټولنې په آرشیف کې ده، څلور مخونه لري چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د حوت په ۲۷ نېټه چاپ شوې ده چې پرله پسې (۱۷۰) ګڼه ده، خو د هغه وخت ځیني حاضر شخصیتونه؛ لکه مولوي محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله بیا وایي چې ګهیځ جریده د داود خان تر کودتاه یعنې د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ تر ۲۶ مې پورې چاپېده. خو د هڅو سره سره مو د۱۳۵۲ لمریز کال کومه چاپ شوې جریده پیدا نشوای کړای.

 

د ګهیځ جریدې ژبه:

ګهیځ جریدې په درې ژبو خپرونې کړې دي: پښتو، دري او ترکي (ترکمني). د جریدې له شته کلیکسیونونو داسې ښکاري چې دغې جریدې د هېواد په دواړو رسمي ژبو ( پښتو او دري) لیکنې درلودې، همدارنګه د یادې جریدې کلیکسیون ښکاروي چې د ۱۳۵۰ کال په پرله پسې (۲۱، ۲۲ او ۲۳) درېو ګڼو کې د مخدوم تالقاني په قلم په ترکي ژبه باندې هم لیکل شوي دي. موږ یې د ۲۳ ګڼې[۵]  د مضمون د پیل څو کرښې راخلو تر څو لوستونکي په دې ډاډه شي چې رښتیا هم په ګهیځ جریده کې په ترکي ژبه باندې هم لیکنې خپرې شوې دي. (کفر نی حقیقتي: او تکان شماره لار ده معنی اسلام و حقیقت اسلامنی او قویتکان ینی لار میزده یبار ایر دیګر بو شماره ده کفر نی حقیقتنی بیان ایلار میز….)

 

د ګهیځ اونیزې د امتیاز خاوندان او مسؤول مدیران:

۱- د ګهیځ جریدې د هغه وخت د خپرو شویو ګڼو کلیکسیون ښکاروي چې د یادې جریدې لومړی د امتیاز څښتن او مسؤول مدیر په خپله شهید استاد منهاج الدین ګهیځ ؤ.

۲- د ۱۳۴۹ لمریز کال له پیل څخه تر پای پورې بیا د ګهیځ جریدې د مسؤول مدیر په توګه د عبدالسلیم فرقاني نوم لیکل شوی دی.

د ۱۳۵۰ لمریز کال په لومړنۍ ګڼه (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ۱۳۵۰ کال د ثور ۱۹-مه ، پرله پسې ګڼه ۹۵) کې د محترم فرقاني صیب د استعفی په اړه لیکل شوي دي. (فرقانی صاحب استعفی داد! جناب عبدالسلیم فرقانی یکسال با ماهمکاری کرد نسبت مشکلاتیکه داشت از وظیفه خود استعفی داد ما برای این نویسنده برازنده زندګی پاک و مسعود میخواهیم)[۶] له پورته څو کرښو څخه دا معلومه شوه چې د ګهیځ جریدې دویم مسؤول مدیر عبدالسلیم فرقاني دی چې د ګهیځ په ژوندانه کې یې د دې درنې جریدې مسؤول مدیریت پر غاړه درلوده.

د ګهیځ جریدې د هغه وخت کلیکسیونونه ښکاروي چې وروسته بیا په پرله پسې ۹۹ ګڼه یعنې (پنځمه ګڼه درېیم کال، یکشنبه د جوزا ۲۳-۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه ۹۹) کې پر امتیاز خاوند او مسؤول مدیر سربېره د مهتمم نوم اضافه شوی ده او د عبدالرازق (فهیم قرآني) نوم د جریدې د مهتمم په توګه پکې لیکل شوی او دا چاره تر ۱۰۹ ګڼې (۱۵ګڼه، درېیم کال، یکشنبه د اسد (۳۱ مه)۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه۱۰۹) دوام لري.

۳- تر دې وروسته بیا تر ۱۱۷ پرله پسې ګڼې پورې مسؤول مدیر عبدالرازق فهیم قرآني لیکل شوی دی نو په دې اساس ویلی شو چې د ګهیځ د انقلابي جریدې لومړنی مهتمم او درېیم مسؤول مدیر جناب عبدالرازق فهیم قرآني ؤ او تر فهیم قرآني وروسته یعنې له پرله پسې ۱۱۸ ګڼې تر ۱۲۷ ګڼې پورې بېرته مسؤول مدیر شهید مهناج الدین ګهیځ لیکل شوی دی.

۴- د ګهیځ جریدې څلورم مسؤول مدیر لعل محمد الیاس خېل دی چې نوم یې د مسؤول مدیر په توګه له پرله پسې ۱۲۸ګڼې څخه پیل کېږي (څلور دېرشمه ګڼه، یکشنبه د جدي ۲۶-۱۳۵۰پرله پسې ګڼه۱۲۸) او تر۱۳۳ ګڼې (۴۳ ګڼه، یکشنبه د حوت ۲۹-۱۳۵۰ پرله پسې ګڼه ۱۳۷) پورې دوام کوي.

۵- تر الیاس خېل صیب وروسته له ۱۳۳ ګڼې تر ۱۵۱ ګڼې پورې یو ځل بیا د مسؤول مدیر په ځای د شهید منهاج الدین ګهیځ خپل نوم لیکل شوی دی له دې وروسته بیا د الیاس خېل نوم په جریده کې د جریدې د معاون په توګه لیکل شوی دی (۱۵ګڼه، یکشنبه د سرطان ۲۵- ۱۳۵۱- څلورم کال پرله پسې ګڼه۱۵۲)

۶- تر شهید منهاج الدین ګهیځ وروسته، د ګهیځ جریدې دوهم د امتیاز څښتن مولوي عبدالرب احدي وردګ دی چې د ګهیځ تر شهادت وروسته یې د ګهیځ په اونیزه کې نوم د امتیازڅښتن په توګه لیکل شوی دی[۷]. پاتې دې نه وي چې په یوه ګڼه کې د امتیاز خاوند او مسؤول مدیر مولوي عبدالرب احدي وردګ لیکل شوی دی نو په دې اساس ویلی شو چې پنځم مسؤول مدیر یې احدي وردګ صیب دی.

۷- د ګهیځ په جریده کې د شپږم مسؤول مدیر په توګه د محمد عارف پیماني نوم لیکل شوی دی[۸] (نهه ویشتمه ګڼه ۱۳۵۱ کال، دلو ۲۲ پرله پسې ګڼه ۱۶۵) تر (څلور دېرشمه ګڼه ۲۷ حوت ۱۳۵۱ کال، پرله پسې ګڼه ۱۷۰)، داسې ښکاري چې پیماني صیب به یې وروستی مسؤول مدیر وي، د څارنوال صاحب نقیب الله په قول بیا د ګهیځ اونیزې دفتر د داود خان د کودتا په څلورمه ورځ، له کوم څرګند دلیل پرته وتړل شو او دغه درنه جریده له چاپه پاتې شوه.

 

د ګهیځ د جریدې پر مخ پراته خنډونه:

که څه هم د ګهیځ جریدې او شهید منهاج الدین ګهیځ په وړاندې پراته خنډونه او شته ستونزې شاید د هغه وخت حاضر کسان ښې وڅېړلای شي، خو د نوموړې جریدې د شته کلیکسیونونو له مخې چې څومره ښکاري، دغه جریده او د هغې مبارز چلونکی له څو اساسي ستونزو او خنډونو سره لاس او ګرېوان ؤ. یوه لویه ستونزه خو دا ښکاري چې د ګهیځ جریدې د اسلامي ویښتابه لپاره خپرونې پیل کړې وې او د کمونیستانو او بې دینه خلکو د فعالیت په وړاندې یو خنډ ګڼل کېده.

د هغه وخت حاضر کسان وایي چې دا جریده به کله نا کله په هغې کې د خپرو شویو مضامینو له امله مصادره کېده، مولوي محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې سره په یوه ځانګړې مرکه کې (د ۱۴۰۱ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه نېټه)[۹] وویل: «یو ځل د انجنیر حبیب الرحمن یو مضمون د ګهیځ په جریده کې چاپ شو هماغه ګڼه د وخت حکومت مصادره کړه او توزیع ته یې پرېنښوده.»

ځینو وختونو کې څو میاشتو کې جریده نده چاپ شوې که موږ د ۱۳۵۰ لمریز کال کلیکسیون وګورو نو د ۱۳۵۰ کال لومړۍ ګڼه د ثور په ۱۹ چاپ شوې ده[۱۰] چې تقریبا یوه نیمه میاشت ځنډېدلې ده.

 

د ګهیځ ملګري:

مولوي محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله[۱۱] د شهید منهاج الدین ګهیځ هغه ملګري چې له هغه سره یې هر ډول مادي او معنوي همکاري او مرسته کړې ده لاندې شخصیتونه په ګوته کوي:

مرستیال هدایت غني (عبدالهادي هدایت)، مولوي محمد یونس خالص، استاد عبدالاحد عشرتي، سیداحمد ترجمان، مولوي عبدالسلیم فرقاني او څارنوال رضوان محمد ګهیځ، خو پاتې دې نه وي چې د ګهیځ صیب به نور ملګري هم وو دا چې په اړه یې مونږ ته څه معلومات نشته او داسې کوم اسناد هم په لاس نه لرو نو ځکه مو په همدغو نومونو لیکلو  بسنه وکړه. الله -جل جلاله-  دې هغه کسانو ته چې په دې برخه کې یې د شهید ګهیځ صیب همکاري او ملګرتیا کړې د آخرت نېکمرغي ور په برخه کړي.

 

د ګهیځ جریدې د چاپ په اړه د وروستیو لیکوالو نظرونه:

متأسفانه د نا معلومو دلایلو په وجه د ګهیځ جریدې د خپرونو او د دې جریدې د بنسټ ګر شهید منهاج الدین ګهیځ په اړه په تاریخي کچه او له مطبوعاتي اړخه یا معلومات کم یا ناقص دي. په ځینو څېړنیزو کتابونو کې بیا د جریدې او د هغه د بنسټګر شهید ګهیځ په اړه ضد او نقیض معلومات را ټول شوي دي. هغه مواد چې مونږ د دې موضوع په تړاو پیدا او ګټه مو ترې پورته کړای شوه په لاندې ډول دي: ‎‎‎

۱- د ګهیځ کلیکسیونونه (۶/حوت/۱۳۴۷- ۲۷/حوت/۱۳۵۱)

۲- تاریخ مطبوعات افغانستان (از شمس النهار تا جمهوریت)، جلد اول، مؤلف: پروفیسور رسول رهین، ناشر: انتشارات سعید، چاپ دوم/ زمستان ۱۳۹۱ هـ ش.

۳- تاریخ سیاسی افغانستان معاصر۴ (نهضت اسلامی افغانستان)، مؤلف: ابوذر پیرزاده، انتشارات حامد رسالت، چاپ: اول، ۱۳۹۴هـ ش، ج: ۴.

۴- تاریخ و روزنامه نګاری افغانستان، مؤلف: دکتور حلیم تنویر، ناشر: انستیتیوت تحقیقات و باز سازی افغانستان در هالند، چاپ: مرکز نشراتی اسلامی صبور، ۱۳۷۸ هـ ش/۲۰۰۰میلادی.

لکه چې یادونه وشوه پدې پورته ذکر شویو کتابونو کې د ګهیځ جریدې د لومړي چاپ په اړه نیمګړتیاوې او ضد او نقیض خبرې شته، د بېلګې په توګه په دغه څو کتابونو کې وایي چې د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه د ۱۳۴۷ لمریز کال د میزان په ۲۱مه نېټه چاپ شوې ده او دا خبره بیا په همدې ډول له یوه څخه بل اقتباس کړې ده پرته لدې چې په اړه یې تحقیق وکړي او یا د ګهیځ جریدې کلیکسیون ته مراجعه وکړي.

 

             د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه د دلوې ۶مه ۱۳۴۷ لمریز کال

پداسې حال کې چې د ګهیځ جریدې د شته کلیکسیون له لومړۍ ګڼې تر (۱۷۰) ګڼې که وکتل شي پورتنۍ نېټه پکې نشته، د ګهیځ جریدې شته کلیکسیون ښکاروي چې د دې جریدې لومړۍ ګڼه د یکشنبې په ورځ د ۱۳۴۷ لمریز کال د دلوې یا سلواغې په ۶مه نېټه له چاپه راوتلې ده او بیا هره یکشنبه چاپ شوې[۱۲].

پروفیسور رسول رهین په خپل کتاب «تاریخ مطبوعات» کې لیکي چې د ګهیځ له شهادت څخه وروسته د ګهیځ جریده چاپ نشوه، حال دا چې د هغه وخت عیني شاهدان وایي چې د شهید ګهیځ تر شهادت وروسته هم د ګهیځ جریده د مولوي عبدالرب احدي وردګ په امتیاز او د لعل محمد الیاس خېل او د عارف پیماني په مدیریت سره چاپ شوې ده.

د گهیځ جریدې له هغه کلیکسیون څخه چې زموږ په لاس کې دی داسې ښکاري چې د شهید ګهیځ تر شهادت وروسته دولس ګڼې نورې هم چاپ شوې دي او تر هغې وروسته د نامعلومو وجوهاتو له کبله جریده له چاپه پاتې شوې ده.

خو د شهید منهاج الدین ګهیځ د عصر یو ملګری مولوي محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله د ګهیځ د جریدې په اړه وایي چې د ګهیځ جریده په هېواد کې د داود خان د کودتا تر مهاله چاپېدله، نو داسې معلومېږي چې دا جریده د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان تر میاشت پورې چاپ شوې ده خو مونږ متأسفانه ونشوی کولای په ۱۳۵۲ لمریز کال کې چاپ شوې جریده پیدا کړو.

 

د منهاج الدین ګهیځ د شهادت په اړه د لیکوالو نظرونه:

لکه څه ډول چې د ګهیځ جریدې د چاپ او مخونو په اړه بېلابېل نظرونه شته، کوم منابع چې زموږ په لاس کې دي د شهید استاد ګهیځ د شهادت د نېټې په اړه هم بېلابېل نظرونه لیکي، څوک د سنبلې ۱۶، ۱۵ او ۱۹ مه ښیي.

ابوذر پیرزاده صیب په خپل کتاب «تاریخ سیاسی افغانستان معاصر۴» (نهضت اسلامی افغانستان) د ګهیځ صیب د شهادت نېټه د سنبلې ۱۹ مه ښيي او د ځینو شواهدو په وړاندې کولو سره همدغه نېټه سمه گڼي، مګر د ګهیځ کلیکسیون کې کومه ګڼه چې د استاد منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته چاپ شوې ده؛ په هغې کې د «شهید افغان» تر سرلیک لاندې پدې اړه یو مضمون خپور شوی، هلته یې د شهادت نېټه د سنبلې ۱۶مه ښودل شوې ده[۱۳] همدارنګه د کندوز د خان آباد ولسوالۍ اړوند د چهار آسیاب په سیمه کې د شهید منهاج الدین ګهیځ د قبر پر مرمرینه ډبره هم د نوموړي د شهادت نېټه د سنبلې ۱۵ لیکل شوې ده.

 

د ګهیځ جریدې د تأسیس موخه د منهاج الدین په خپل قلم:

ګهیځ د کومې موخې په خاطر خپل خپرنیز مزل پیل کړ؟

دا چې هغه مهال په افغاني ټولنه کې اقتصادي، کلتوري، ژبني او عقیدوي استعمار په ګډه او یو ځای هڅه کوله تر څو د افغاني ټولنې هر څه په خپله غېږه کې راونغاړي نو ځکه «ګهیځ» خپل خپرنیز مزل پیل کړ.

د ګهیځ په لومړۍ ګڼه کې د (زموږ مرام) تر عنوان لاندې په لومړي او درېیم مخ کې په بشپړه توګه ددې پوښتنې ځواب لیکل شوی دی چې زه یې کټ مټ د لوستونکو مخې ته ږدم.

 

زمونږ مرام:

«د دې جریدې د تحریر هیأت عقیده لري چې په عمومي صورت د بشریت سعادت او په خصوصي توګه د افغاني ټولنې د اقتصادي، اجتماعي او اخلاقي بنیاد د ټینګېدلو رمز او په دوی کې د ایثار او همکارۍ احساس را پیدا کېدل او د یوې قوي مهذبې، پرمختللې او غني افغاني ټولنې تشکیل یواځې او یواځې د اسلام مقدس دین په منلو او د هغه په عملي کولو منځ ته راتلای شي.

مونږ وینو چې زموږ جامعه اقتصادي استعمار، کلتوري، ژبني او عقیدوي استعمار کږې لارې ته راکاږي.

مونږ عقیده لرو چې لوی او ګران افغانستان یو مقدس تاریخي او جغرافیایي موجودیت دی او دا سپېڅلتیا د دغه هېواد په غرو او رغونو کې په دښتو او سیندنو کې، په خاورې او هوا کې ترکیب شوی او هغه د دغې پاکې خاورې د خلکو د قوي او سپېڅلي ایمان څخه راپیدا شوی چې په دغې خاورې یې وینې تویې شوې او په کې خښ شوي دي.

دا لیدل شوي چې په شرق کې د افغانانو په څېر هېڅ قوم د اسلام دین د خپرېدلو لپاره خپل سرونه ندي ورکړي او نه هېڅ قوم د غرب سیاسي او مذهبي استعمار ته دومره کلکه څپېړه ورکړې ده.

تاریخ شاهد دی چې زمونږ خلکو د خپلو معتقداتو او عنعناتو د ساتنې په لیار کې سختې قربانۍ ورکړې دي. د هېواد اوسنی نسل دا مکلفیت لري چې خپل ټول دیني او ملي نوامیس د خپل ژوندانه په بیه وساتي او په ټول قوت سره هڅه وکړي چې په دغه ملت کې څرنګه چې خدای امر کړی دی اسلامي اخلاق ټینګ پاتې شي او خپل هېواد له استعمار څخه چې کله په تقلبي مذهبي رنګ او کله د قو غوړیو د لوبغاړو په سرو شونډو او یا د ترانس پرانت صابون تر شا یا د ګمراه کوونکو فلمونو، مجلو او کتابونو په مخونو کې او کله بیا د (ایزم) او (تیک) د عنوان لاندې او ځینې وختونه په مینی ژوب، تویست او نورو غربي دودونو کې ښکاره کېږي وساتي.

موږ په دې ایمان لرو چې زمونږ په مملکت کې طبقاتي هسک والی او ټیټوالی، اقتصادي کمزورتیا، بې سوادي، ظلم، ناروغي او د ژوند نور مشکلات له دیني عقایدو څخه منځ ته ندي راغلي، بلکې په دغو چارو کې لږ څه خارجي استعمار او تر زیاتې اندازې پورې داخلي استثمار او لوټ ماري لوی لاس لري.

که د دې ټولنې مشران او کشران د یوه مکلفیت له مخې د اسلام د مقدس دین پیروي وکړي په دې کې شک نشته چې زمونږ د ټولنې دغه ټولې بې عدالتۍ او بېرته پاتې کېدل به زر تر زره ورک او مونږ به اخلاقي او مادي معراج ته ورسېږو.

مونږ په دې پوهېږو چې تزییناتي او فیشني ژوند خلک، خصوصاً بېرته پاتې شوې ټولنې د نابودۍ خوا ته راکاږي. کوم شی چې دغو ټولنو ته پکار دی هغه محض د پردیو د تهذیب او کلچر تقلید نه دی، بلکې د عالي ټکنالوجۍ، د ښو اجتماعي روابطو او اخلاقو درلودل دي.

موږ د خارجي غیر ضروري لکسو شیانو، قاچاق، یو اړخیزه تجارت، رشوت، اختلاس، ارتجاع، استبداد او د قانون ماتولو سره کلک مخالف یو، مونږ ته دا ثابته شوې ده چې په خپل سر حکومتونه هېڅکله د دې خاورې د خلکو د رنځ دوا نشي کولای او د حکومت په اجراآتو کې باید خلک د ولسي جرګې له لیارې مداخله وکړي، مونږ به هم تر وسه وسه پورې د قانون له لیارې هڅه وکړو چې دغه صلاحیت په واقعي توګه ولسي جرګې ته وسپارل شي.

مونږ د اسلام مقدس دین، د ساینس، تخنیک او د مدافعې لپاره د هر راز وسلې او منظمو قواوو د لرلو، د ځمکې د مخ د ترقۍ او پرمختګ لپاره د هر ډول امکاناتو څخه کار اخیستلو او د فضا د یوې برخې د تسخیرولو مخالف نه ګڼو، او دغه راز عقیده لرو چې په هرې ټولنې کې صالح او سالم تمدن، او د پوهنې او ساینس له لیارې د انسان پرمختګ هېڅکله د اسلام سپېڅلي دین په مخ کې خنډ نشي کیدای، بلکې زمونږ پوره باور دی چې د بشریت د رفاهیت او هوساینې لپاره د خدای اوامرو ته غاړه ایښودل او په ژوندانه کې فعالیت کول دواړه لازم دي. مونږ غواړو چې د دې جریدې د خپرولو په وسیله هغه توره پرده نن سبا د ځینو متعصبو او نارسېدلو متصوفینو او یا د علم د مدعیانو او هغو ځوانانو د ناوړه فکرونو په اثر چې دین د علم او دنیوي پرمختګ مانع ګڼي د حقیقي دیندارانو او وطن پالونکو منورو ځلمیانو ترمنځ ځړېدلی ده لرې کړو.

مونږه د پښتونستان خاوره د پښتوستان د خلکو روا حق ګڼو او له خپلو پښتونستاني وروڼو سره د ډېرو نږدې سیاسي او اجتماعي تعلقاتو ټینګېدلو غوښتونکي یو، او غواړو چې زمونږ دغه وروڼه خپلو مشروعو حقوقو ته ورسېږي او د دغه منظور د رسېدو په لار کې به خپله ټوله هغه مرسته ونه سپموو چې د افغانستان ولسي جرګه یې تائید کړي»[۱۴].

دا دی زمونږ مرام او معتقدات

ومن الله التوفیق

د ګهیځ د جریدې شعار:

د ګهیځ جریدې په کیڼ اړخ کې زموږ شعار تر عنوان لاندې څو کرښې داسې لیکل شوې دي:

«موږ په دې ایمان لرو چې په ټولو اجتماعي، اخلاقي او اقتصادي مفکورو او مسلکو کې د اسلام تعلیمات کامل او د بشر لپاره مفید دی او هم خپل ملیت تر ټولو لوړ ګڼو، زموږ خلک هغه وخت نېکمرغۍ ته رسېږي چې د اسلام اوامرو ته پابند وي او خپل ملیت ته په درنه سترګه وګوري.» [۱۵]

پورتنۍ څو کرښې د ګهیځ په (۱۷۰) مسلسلو ګڼو کې راغلي دي چې د ګهیځ تګ لاره او نشراتي برنامه موږ ته روښانه کوي او د هغه فکري خط موږ ته ښیي او په همدې شعار سره یې ځان د هغه مهال له کیڼ اړخو رسنیو څخه بېل کړی دی، پر دې سربېره یې ملت دې ته هڅولی چې د اسلام دین د ژوندانه لپاره یو مکمل او پوره برنامه ده او د هغې په عملي کولو سره انسان د دنیا او آخرت نېکمرعي ترلاسه کوي. د ګهیځ د جریدې د هغه مهال یو لوستونکی محترم قاضي محمد حسن اسلامي د جریدې په اړه داسې خپل نظر وړاندې کوي او وایي: «د ګهیځ جریدې د خپرونو په پیل سره خلکو د اسلام اصیل فهم ته لاره پیدا کړه، اسلامي ویښتابه د پخوا په پرتله وده وکړه، د کمونیزم او کمونیستي افکارو سره مقابله او مبارزه پیل شوه او په دې اړه تفصیلي لیکنې ګهیځ جریده کې خپرې شوې او ګهیځ جریدې وکولای شول هغه وخت د افغانستان خلک د نورې نړۍ له اسلامي حرکتونو سره ونښلوي.»

وکالت ته د شهید ګهیځ کاندیدېدل:

د ګهیځ جریدې په یوه ګڼه کې په پارلماني ټاکنو کې د شهید منهاج الدین ګهیځ د کاندیدیدو یو وړوکی خبر خپور شوی دی، پدې اړه د نوموړي شهید مشر زوی امین الدین ګهیځ په یوه ځانګړې مرکه کې مونږ ته د ګهیځ صیب د کاندیدا پخلی وکړ، که څه هم په دې اړه نور تفصیل نشته، خو یوازې د ګهیځ جریدې په یوه ګڼه یعنې (یو دېرشمه ګڼه، د تلې ۶ مه ۱۳۴۸، د رجب المرجب ۱۷مه ۱۳۸۹) ګڼه کې د زموږ جریده تر عنوان لاندې داسې لیکل شوي دي: «د ګهیځ جریدې دېرشمه ګڼه د اسد په ۲۶ مه خپره شوه او پس له هغې مو د انتخاباتو تر ختمه وځنډوله، د دې جریدې مسؤول مدیر په خان آباد کې کاندید ؤ او د یو صالح سړي په مقابل کې یې ماتې وکړه»[۱۶]

د ګهیځ جریدې د هغه وخت بېلابېلو ګڼو ته په کتو له ورایه معلومېږي چې شهید منهاج الدین ګهیځ یوازې د ژورنالیزم په برخه کې مخکښ نه ؤ او په اصطلاح یوازې د قلم سړی نه ؤ، بلکې هغه غوښتل چې خپل ولس ته په ټولو برخو کې خدمت وکړي او د ملت لپاره هر ډول سختۍ او ربړونې وګالي او همداسې وشول، تر دې چې خپل خوږ ژوند یې په همدې لیار کې قربان کړ او خپل نوم یې تل پاتې کړ.

 

د ګهیځ جریدې د هغه وخت لیکوالان:

د ګهیځ اونیزې په خپلو پاڼو کې په دواړو رسمي او ملي ژبه (پښتو) او دري او همدا ډول په ترکي (ترکمني) ژبه لیکنې خپرې کړي دي او په ټولیزه بڼه څلور ډوله لیکوالانو پکې لیکنې کړي دي. یوه ډله لیکوالانو په پښتو او دري لیکنې کړي، یوې ډلې یوازې په پښتو او بلې ډلې یوازې په دري لیکنې کړي دي او د مخدوم تالقاني په نامه یوه تن پکې په ترکي (ترکمني) ژبه هم لیکنې کړې دي. د ګهیځ جریدې د څو کلونو کلیکسیون څخه مو د (۱۶۶) تنو نومونه راویستلي دي چې پدې اونیزه کې یې لیکنې خپرې شوې دي، هغه نومونه یې په لاندې توګه دي:

۱- محمد یونس حیران (دری)، ۲- محمدیونس خالص (پښتو/دری)، ۳- م. هـ. م (دری) (د لیکوال اصلي او بشپړ نوم ندی معلوم)، ۴- مؤمن (پښتو)، ۵- مولانا مجاهد (پښتو)، ۶- رباني (چې په اغلب ګومان مرحوم استاد برهان الدین رباني) (دری)، ۷- پیواړ (دری)، ۸- د ذره بین په قلم(پښتو/ دری)، ۹- افغان(پښتو)، ۱۰- عبدالمنان ملګری(پښتو)، ۱۱- میرآقا فاروق(دری)، ۱۲- سید تاج الدین از میرویس میدان(دری)، ۱۳- اورمړ(دری/ پښتو)، ۱۴- به قلم فضل الرحمن بلیغ از خلم(دری)، ۱۵- داود زهدی(دری)، ۱۶- مېرمن خاټول از چاردهی(دری/پښتو)، ۱۷- خواجه محمدظاهر قاید از خلم(دری)، ۱۸- فضل الرحمن بلیغ د خلم ولسوالۍ څخه، ۱۹- صابر هروي(دری)، ۲۰- المسترحم من الله غ، ن(پښتو)، ۲۱- مېرمن شهلا(دری/پښتو)، ۲۲- ب کمکی(پښتو)، ۲۳- دهنوی(دری/ پښتو)، ۲۴- حبیب الرحمن فارغ التحصیل نادریه(دری)، ۲۵- عبدالستار از لوګر (دری)، ۲۶- شیردل(دری)، ۲۷- عبدالرحیم پلی(پښتو)، ۲۸- عبدالستار(دری)، ۲۹- محقق(پښتو)، ۳۰- نرګس له شاه شهید څخه (پښتو)، ۳۱- عبدالرزاق الیشنګی(پښتو)، ۳۲- قربانعلی مغموم(دری)، ۳۳- محمد اسلم از شهرغزنی(دری)، ۳۴- محمد امان جلریزی(دری)، ۳۵- تورګل له خان آباد څخه (پښتو)، ۳۶- ګل محمد صد برګی(دری)، ۳۷- محمد عبدالله احمد طارق(دری)، ۳۸- محمد جان توفیق(دری)، ۳۹- بقلم مولوی ب، ن از خان آباد(دری)، ۴۰- همراه قل(مکتوم) از ولایت تخار(دری)، ۴۱- محمد خان داد دلی(دری)، ۴۲- سید عبدالعلی رحمانی، ۴۳- سید روح الله حیدری، چار باغ لغمان(دری)، ۴۴- ملیار(دری)، ۴۵- قاری محمداکبر بارز(دری)، ۴۶- ع. جهانسوز(پښتو)، ۴۷- فضل قیوم(پښتو)، ۴۸- جان علی از غزنی(دری)، ۴۹- محمد ابراهیم ارسلایی(پښتو)، ۵۰- محمد نبی پشتون خالقی(دری)، ۵۱- ع. مدافع(دری)، ۵۲- اشرف درد دیده(دری)، ۵۳- م. دلجو(پښتو)، ۵۴- پکتویس(دری)، ۵۵- محمدزبیر زبیری(دری)، ۵۶- تورګل مرموز دادلی(پښتو)، ۵۷- محمدصدیق بورا(دری)، ۵۸- ق مرموز(پښتو)، ۵۹- حبیب الرحمن نجرابی(دری)، ۶۰- دادلی(دری)، ۶۱- ذوالفقار(دری)، ۶۲- ګ. انجیل وال، ۶۳- خوږمن(پښتو)، ۶۴- مشتعل(دری)، ۶۵- زدرانپور(دری)، ۶۶- ص عجم(دری)، ۶۷- س، ک: شیرخانی(پښتو)، ۶۸- عبدالرازق فهیم قرآني(پښتو)، ۶۹- عبدالسلیم فرقانی(دری)، ۷۰- محمد علی دهقان از خان آباد(دری)، ۷۱-محمد امین بیابانی(دری)، ۷۲- ژړاند(پښتو)، ۷۳- باور (پښتو)، ۷۴- صالح محمد صلاح(پښتو)، ۷۵- صاحب شاه عنبرزی(پښتو)، ۷۶- فضل محمد (پښتو)، ۷۷- محمدعارف پیماني(پښتو)،  ۷۸- یعقوب حسن قریشی از کابل(دری)، ۷۹- نورمحمد صدیقی معلم لیسه غازی(دری)، ۸۰- فضل غنی(دری)، ۸۱ – مولوی امین الله حلیم (دری)، ۸۲- د محمد علی په قلم(پښتو)، ۸۳- زرغونه له کندهاره(پښتو)، ۸۴- ښایسته میر محسن ننګرهاری (پښتو)، ۸۵- بحرالدین له کندهاره(پښتو)، ۸۶- غفوری، ۸۷- محمداسماعیل مخدوم تالقانی(دری/ترکی(ترکمني))، ۸۸- عبدالغفور منصوری(دری)، ۸۹- ملهم ابراهیم خېل(پښتو)، ۹۰- ملابنویس (دری/پښتو)، ۹۱- عبدالحی از بادغیس(دری)، ۹۲- محمدظاهر از پوهنتون(دری)، ۹۳- ک، ژ، ب (دری)، ۹۴- رضوان از پوهنځی شرعیات(پښتو)، ۹۵- حبیب الرحمن از پوهنتون(دری)، ۹۶- مستعان(پښتو) ، ۹۷- سامع از پوهنتون(دری)، ۹۸- یعقوب ریموند: پاریس(دری)، ۹۹- عایله(دری)، ۱۰۰- محمدعارف(پښتو)، ۱۰۱- عارف(دری)، ۱۰۲- خدا پرست(دری)، ۱۰۳- فدا محمد فدا(دری)، ۱۰۴- سیداحمد فراق ار کاپیسا(دری)، ۱۰۵- محمدنسیم عابد(پښتو)، ۱۰۶- طارق ظفریار از پوهنتون کابل(دری)، ۱۰۷- محمدعاصم از اروپا(دری)، ۱۰۸- غزنیچی(دری)، ۱۰۹- الیاس خیل (دری)، ۱۱۰- کبیر داوری(دری)، ۱۱۱- خدا شناس(دری)، ۱۱۲- وطن دوست (دری)، ۱۱۳- رحمت الله صافی(دری)، ۱۱۴- عبدالاحد عشرتی(دری)، ۱۱۵- اسلام دوست(دری)، ۱۱۶- س محمود کرام(دری)، ۱۱۷- محمد ناصر سرمعلم مکتب متوسطه شیخ علی(دری)، ۱۱۸- سید رسول ذبیح (دری)، ۱۱۹- امیرمحمد موحد(پښتو)، ۱۲۰- سیدرحمن باور(پښتو)، ۱۲۱- نثار فارغ التحصیل لیسه حبیبه (دری)، ۱۲۲- محمد عارف پیمانی(پښتو/دری)، ۱۲۳- مشاهد از هرات(دری)، ۱۲۴- ذبیح (دری)، ۱۲۵- خداپرست(دری)، ۱۲۶- عبدالله باحث(دری)، ۱۲۷- عبدالحمید سالک(دری)، ۱۲۸- شیرمحمد موفق(دری)، ۱۲۹- محمدظاهر احمدزی(پښتو)، ۱۳۰- سوزان (دری)، ۱۳۱- مولوی شاه صفی(دری)، ۱۳۲- محمدظاهر طالب(پښتو)، ۱۳۳- د ګلیار په قلم(پښتو)، ۱۴۳- محمد حسین (پښتو)، ۱۳۵- لیلی مجددی(دری)، ۱۳۶- عشرت آبادی(دری)، ۱۳۷- شمس الله کمال زاده(دری)، ۱۳۸- محمد ابرار لودین(پښتو)، ۱۳۹- نجم الرحمن سیار، ۱۴۰- غلام الدین غلجی، ۱۴۱- دین دوست(دری)، ۱۴۲- طالب جان (پښتو)، ۱۴۳- م، ق آویزی(دری)، ۱۴۴- انجنیر خالد(دری)، ۱۴۵- وړوکی (پښتو)، ۱۴۶- مولوي عبدالرب احدي وردګ(پښتو)، ۱۴۷- م، ر طالب(پښتو)، ۱۴۸- محمود پیر بابا(دری)، ۱۴۹- ع، مدافع (دری)، ۱۵۰- م.ش احمدزی(پښتو)، ۱۵۱- محمدنسیم عابد(دری)، ۱۵۲- جانباز سیار(پښتو)، ۱۵۳- عبدالکریم دهنوی(پښتو)، ۱۵۴- محبت شاه اصیل(دری)، ۱۵۵- خ، ص (دری)، ۱۵۶- احمدی(دری)، ۱۵۷- چوکیدار(دری)، ۱۵۸- غلام محمد شینواری(پښتو)، ۱۵۹- سراج الدین پژواک(دری)، ۱۶۰- تابان(پښتو)، ۱۶۱- رڼاګل له ننګرهار څخه (پښتو)، ۱۶۲- بورا(دری)، ۱۶۳- تتبع ملیار(دری)، ۱۶۴- به قلم مولوی ب، ن از خان آباد(دری)، ۱۶۵- فاروق علی (دری)، ۱۶۶- سید عبدالعلی رحمانی(دری)

 

د ګهیځ جریدې شاعران:

د ګهیځ اونیزې په بېلابېلو ګڼو کې د هېواد د هغه وخت د تکړه شاعرانو شعرونه چاپ شوي دي او هغه مهال یې ټولنه شعرونو څخه مستفید شوې وه اوس به یې راتلونکی نسل ترې ګټه اخلي، د ګهیځ جریدې په بېلابېلو ګڼو کې د (۳۰) تنو شاعرانو شعرونه خپاره شوي دي چې نومونه یې په لاندې ترتیب لیکل شوي دي:

۱- عبدالمنان ملګری(پښتو)، ۲- غلام محمد اعظمي(دری)، ۳- اجمل(پښتو)، ۴- پیر زاد(پښتو)، ۵- اجمل خټک(پښتو)، ۶- احمد صدیق حیا(دری)، ۷- باور(پښتو)، ۸- فاروق(دری)، ۹- ایرج مرزا(دری)، ۱۰- سراج الدین فضیلت(دری)، ۱۱- شاه مقصود اکرم(دری)، ۱۲- غلام رحمن جرار(پښتو)، ۱۳- ماهن دروازی(دری)، ۱۴- غلام حسین ظهیر(پښتو)، ۱۵- لالی ماما نور زایی(پښتو)، ۱۶- میرزا محمد دولت شاه وال(پښتو)، ۱۷- سراج الدین پژواک(دری)، ۱۸- الحاج محمدابراهیم خلیل(دری)، ۱۹- عبدالستار ناطق بدخشان(دری)، ۲۰- سید رحمت الله منیب(دری)، ۲۱- محمدیونس خالص(پښتو)، ۲۲- میرمحمد امین مشعوف(دری)، ۲۳- فیضی لوګری زقوم زاده(دری)، ۲۴- محمد داعی از ولایت غور(دری)، ۲۵- نوشاد(دری)، ۲۶- محمدحسن (پښتو)، ۲۷- غلام سرور حقیار(پښتو)، ۲۸- حسیني(پښتو)، ۲۹- سید حبیب الرحمن صلاح (پښتو)، ۳۰- مژده(دری)

 

د ګهیځ اونیزې ژباړونکي:

د ګهیځ په جریده کې لاندې کسانو د نورو ژبو څخه لیکنې ژباړلې دي چې بیا همدلته خپرې شوې دي:

۱- غلام علی دلسرد(دری)، ۲- سید عبدالعلی رحمانی(دری)، ۳- ع. مدافع(دری)، ۴- عبدالرحمن منکوب(دری)، ۵- ذوالفقار(دری)، ۶- پکتویس(دری)، ۷- حسین ګلیار(پښتو)، ۸- احمدطارق(دری)، ۹- برکت الله (پښتو)، ۱۰- ظ.ا، ۱۱- خاټول(پښتو)، ۱۲- الحاج محمد اسحق (دری)، ۱۳-سیدحمیدالله دانشمل له کندهاره(پښتو)، ۱۴- سپین لالا(پښتو)، ۱۵- کمال(پښتو)، ۱۶- رضوان(پښتو)، ۱۷- راحت(پښتو)، ۱۸- ابوطارق(دری)، ۱۹- منهاج الدین ګهیځ شهید افغان(دری)، ۲۰- غروال

 

 په مستعار نامه د ګهیځ جریدې لیکوالان:

د ګهیځ جریدې په بېلابېلو ګڼو کې داسې ډېرې لیکنې تر سترګو کېږي چې ښکاري لیکوال یې د بېلابېلو لاملونو له امله خپل اصلي نوم پټ کړی او په مستعار نوم یې لیکنه کړې، استاد عبدالاحد عشرتي د ګهیځ اونیزې هغه لیکوال دی چې هغه وخت د یادې اونیزې د لیکنو ډېره برخه د ده په قلم لیکل شوي دي او په مختلفو نومونو یې لیکنې کړې، محترم استاد عبدالاحد عشرتي له اوسني ګهیځ (ګهیځ ټولنې) سره په یوه مرکه هغه مستعار نومونه هم یاد کړل چې ده خپله په ګهیځ جریده کې په هغه لیکنې کولې.

(ع. مدافع، ع. غزنوی، ابوطارق، خاټول از چهاردهی، محمد عبدالله، احمدطارق، فاروق علی، عبدالستار از لوګر، پکتویس، زدرانپور، اورمړ، مېرمن شهلا، مېرمن خاټول، غزنیچی)[۱۷] خو د دې امکان هم شته چې د عمر د زیاتوالي له امله د استاد عشرتي ځینې هغه مستعار نومونه هیر شوي وي چې ده هغه مهال د ګهیځ اونیزې په صفحاتو کې پرې لیکنې کولې. استاد عشرتي هغو لیکنو ته چې هغه وخت د ګهیځ په جریده کې خپرېدې او د لیکوالو مستعار نومونه یې څوک نه پېژني په لاندې توګه اشاره کوي: «ګ. انجیل وال، ب. کمکی، م. دلجو، م.هـ.م، ق مرموز، پیواړ، ک.ژ.ب، ع.ع، س محمود کرام، سپین لالا، ظ.۱، خ.ص، چوکیدار، م.ش احمدزی، م.ر طالب، م.ق آویزی، س.ک: شیرخانی، ص عجم، ع. جهانسوز.»

زمونږ سره د ګهیځ اونېزې د هغه وخت د شته کلیکسیونونو له مخې د جریدې د لیکوالو، شاعرانو او ژباړونکو دغه نوملړ ترتیب شو، خو دا هم امکان لري چې دا لست ناقص وي او پردې کسانو سربېره ځینې نورو قلموالو هم څه په خپل نامه څه په مستعار نامه، له اونېزې سره قلمي همکاري درلودلې وي، چې مونږ نه یو توانیدلي لاسرسی ورته پیدا کړو یا زمونږ له نوملړ څخه پاتې دي؛ ځکه نو باید یوازې په همدې شته کسانو هم اکتفا ونشي.

 

د شهید ګهیځ د یاد ژوندي ساتلو لپاره وړاندیزونه:

– د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په اړه باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغانستان علومو اکاډمۍ علمي کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ کړي.

– د ګهیځ جریدې د هغه وخت لیکنې دې له سره ولیکل شي او مضامین دې خپاره شي ترڅو د علم او پوهې زده کړیالان ترې ګټه پورته کړي.

– د شهید منهاج الدین ګهیځ د شخصیت پېژندې په اړه دې تفصیلې کتابونه ولیکل شي.

– څرنګه چې شهید منهاج الدین ګهیځ د مطبوعاتو په تاریخ کې یو ځلانده ستوری دی باید په هېواد کې د ژورنالیزم یو انسټیټیوټ د ده په نامه ونومول شي.

 

مأخذونه:

۱- د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/ یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال.

۲- رهین، پروفیسور عبدالرسول، تاریخ مطبوعات افغانستان، چاپ دوم/ زمستان ۱۳۹۱، ناشر انتشارات سعید، ۴۲۹ مخ.

۳- دویشتمه ګڼه، یکشنبه ۱۲/۶/۱۳۵۱ او پرله پسې ۱۵۸ ګڼه

۴- درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹

۵- د ګهیځ جریده (۳۴مه ګڼه، ۱۳۵۱ د حوت ۲۷مه، پرله پسې ګڼه ۱۷۰)

۶- څارنوال نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

۷- درویشتمه ګڼه، یکشنبه د عقرب-۲-۱۳۵۰ د روژې ۵-۱۳۹۱، پرله پسې ګڼه ۱۱۷، درېیم مخ.

۸- لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور ۱۹-۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه ۹۵

۹- د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹)

۱۰- د ګهیځ جریده (۲۹ ګڼه ۱۳۵۱، د دلوې ۲۲مه، پرله پسې ګڼه ۱۶۵)

۱۱-  څارنوال نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

۱۲- د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور۱۹-۱۳۵۱، پرله پسې ګڼه ۹۵)

۱۳- څارنوال نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

۱۴- د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه -۱۳۴۷ کال د دلوې (۶) نېټه هره یکشنبې خپرېږي د یوې ګڼې بیه ۲- افغانۍ)

۱۵- د ګهیځ کلیکسیون د ۱۳۴۷لمریز کال- د ۱۳۵۱د حوت ۲۷ مه

۱۶- د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹، درېیم مخ)

۱۷- د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی او دویم مخونه

۱۸- د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی مخ.)

۱۹- د ګهیځ جریده (یو دېرشمه ګڼه، د تلې ۶ مه ۱۳۴۸، د رجب المرجب ۱۷مه ۱۳۸۹)

۲۰-  استاد عبدالاحد عشرتي سره د ګهیځ ټولنې ځانګړې مرکه ۲۳/۱/۱۴۰۱لمریز

 

[۱]– د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/ یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال

 

[۲]– رهین، پروفیسور عبدالرسول، تاریخ مطبوعات افغانستان، چاپ دوم/

زمستان ۱۳۹۱، ناشر انتشارات سعید، ۴۲۹ مخ.

[۳]– دویشتمه ګڼه، یکشنبه ۱۲/۶/۱۳۵۱ او پرله پسې ۱۵۸ ګڼه

 

[۴]– درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹

 

[۵]– درویشتمه ګڼه، یکشنبه د عقرب-۲-۱۳۵۰ د روژې ۵-۱۳۹۱، پرله پسې ګڼه ۱۱۷، درېیم مخ.

 

[۶]– لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور ۱۹-۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه ۹۵

 

[۷]– د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹)

 

[۸]– د ګهیځ جریده (۲۹ ګڼه ۱۳۵۱، د دلوې ۲۲مه، پرله پسې ګڼه ۱۶۵)

 

[۹]– څارنوال صاحب نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

 

[۱۰]– د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور۱۹-۱۳۵۱، پرله پسې ګڼه ۹۵)

 

[۱۱]– څارنوال صاحب نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

 

[۱۲]– د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه- ۱۳۴۷ کال د دلوې (۶) نېټه هره یکشنبې

خپرېږي د یوې ګڼې بیه ۲- افغانۍ)

[۱۳]– د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹، درېیم مخ)

 

[۱۴]– د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی او دویم مخونه.

 

[۱۵]– د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی مخ.)

 

[۱۶]– د ګهیځ جریده (یو دېرشمه ګڼه، د تلې ۶ مه ۱۳۴۸، د رجب المرجب ۱۷مه ۱۳۸۹هـ ق)

 

[۱۷]– استاد عبدالاحد عشرتي سره د ګهیځ ټولنې ځانګړې مرکه ۲۳/۱/۱۴۰۱

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس