معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / یمن ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۵۰ تنه مړه او ۱۴۰ تنه نور نادرکه دي

یمن ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۵۰ تنه مړه او ۱۴۰ تنه نور نادرکه دي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې IOM یا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې AFP خبري آژانس ته ویلي، چې په مړو کې ۳۱ ښځې او اووه تنه ماشومان شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خبر بنسټ په کښتۍ کې له ۲۶۱ کسان سپاره وو، چې ۵۰ یې مړه او نږدې ۱۴۰ نور یې نادرکه دي.

دې کښتۍ د سومالیا باسوسو څخه حرکت کړی و، چې د یمن سویلي ولایت شبوه ته نږدې ډوبه شوې ده.

د لومړنیو اطلاعاتو له مخې په کښتۍ کې سپاره ۱۱۶ د سومالیا او ۱۴۵ تنه نور د ایتوپیا هېواد اوسېدونکي وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس