یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د یمن دولتي پوځ وايي، چې د دغه هېواد د تعز ولایت په لویدیځ کې د هان غرونو پر لور د حوثي وسله والو بریدونه شنډ کړي دي.
په یمن دولت پورې تړلي د تعز مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو پر هان غرونو د حوثي ملېشو بریدونه شنډ کړي دي.
بل خوا حوثیانو هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د یمن له پوځیانو سره له نښتې خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه وايي، چې په دغې پېښه کې دوه حوثیان وژل شوي چې په حدیده ښار کې یې د هغوی د خښوولو مراسم تر سره کړي.
حوثیان د یمن په بېلابېلو څنډو کې د ایران تر ملاتړ لاندې وسله وال فعالیت کوي.
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / یمني پوځ د تعز په یوه ستراتیژیکه سیمه د حوثي وسله والو برید شنډ کړی