معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو بریټانوی شرکت افغانستان ته د سیلانیانو د راتګ زمینه برابروي

یو بریټانوی شرکت افغانستان ته د سیلانیانو د راتګ زمینه برابروي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د ډیلې مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوه بریټانوي سیاحتي شرکت مسوول د ۴ زره پونډو په بدل کې لۀ بریټانیا څخه افغانستان ته د سېلانیانو لپاره د سیاحت زمینه برابروي.
د خبر پربنسټ که څه هم د بریټانیا حکومت خپلو وګړو ته لارښوونه کړې، چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي، خو د دې ورځپاڼې د راپور له مخې انځور اخیستونکي “جو شېفر” تېر کال ځینې سېلانیان افغانستان ته راوړي دي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي، شیفر په پام کې لري چې په راتلونکو اونیو کې یوې سترې ډلې سېلانیانو ته هم افغانستان ته د سفر زمینه برابره کړي.
افغانستان چې د اوسني سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په کې جګړې پای وموند، ډېری د سیاحت او ښکلا ځایونو ته یې نړیوال رامات شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس