معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / یو شمېر افغان خبریالان پاکستان کې ځورول کیږي:

یو شمېر افغان خبریالان پاکستان کې ځورول کیږي:

کابل- ګهيځ نيوز:(شنبه د جدي ۳مه ۱۴۰۱)
پاکستان کې یو شمېر افغان خبریالان چې نورو هېوادونو ته د تلو لپاره دغه هېواد ته ورغلي، شکایت کوي چې د پاکستاني حکومت له خوا ورسره بد چلند کیږي او په بېلابېلو پلمو ځورول کیږي.
دغه خبريالان چې تېره ورځ اسلام اباد کې راټول شوي وو ویل یې، د دوی له ډلې ډېری یې په ګڼو رواني ستونزو هم اخته شوي دي.
یادو خبریالانو له نړیوالو وغوښتل، چې دوی سره دې کړې ژمنې پوره کړي.
د دغو خبریالانو په وینا پاکستان کې له یوه کال راهیسې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري او امریکا، کاناډا او اروپايي ټولنې هغه ژمنې نه دي ورسره پوره کړي، چې له پاکستانه یې د دوی د انتقال په اړه کړې وې.
دغه خبریالان په داسې حال کې د پاکستاني حکومت له بد چلنده شکایت کوي چې د پاکستاني رسنیو له لوري هم د یو شمېر افغان خبریالانو پر حقوقو سترګې پټې شوي او د دغو حقوقو د غوښتنې پرمهال په بېلابېلو پلمو ځورول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس