معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوناما وایي، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې دې محدودیتونه نور لرې شي

یوناما وایي، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې دې محدودیتونه نور لرې شي

کابل-ګهیځ نیوز(د حمل/وري ۲مه ۱۴۰۲)
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتي، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، روانه اونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو میلیون زیات نجونې به اجازه ونه‌ لري چې ټولګیو ته لاړې شي.
یوناما له سرپرست افغان حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي.
یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا ویلي، چارواکي باید د ټولو زده کونکو لپاره ښوونځي پرانیزي، څو دوی وکولی شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي
تېره ورځ له اووم ټولګي پورته د نجونو له زده کړو پرته سړو سیمو کې ښوونځي رسماً پرانیستل شول.
ـــــــــــــــــــــــ

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس