معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونیسف له سرپرست افغان حکومته غوښتي چې د ښځو کار او تعلیم په اړه شوې دواړه پرېکړې دې بېرته واخلي

یونیسف له سرپرست افغان حکومته غوښتي چې د ښځو کار او تعلیم په اړه شوې دواړه پرېکړې دې بېرته واخلي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي، چې افغانستان کې د ښځینه قشر د کار او تعلیم په اړه د سرپرست افغان حکومت د شویو پرېکړو غندنه کوي.
یادې ادارې زیاته کړې، دغه پرېکړې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په رڼا او افغانستان کې د ښځو د حقونو له حقونو ښکاره سرغړونه ده.
یونیسف ویلي، دا پرېکړې د ماشومانو او کورنیو لپاره په ټول افغانستان کې د خدماتو وړاندې کولو پر وړاندې ستونزې زېږوي، په تېره بیا د ماشومانو د روغتیا، تغذیې، روزنې او ساتنې په برخو کې.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي، دوی په ټول افغانستان کې ۱۹ میلیون خلکو ته چې تر ۱۰ میلیون ډېر ماشومان هم په کې شامل دي، د خدماتو پروګرامونه لري، چې په وینا یې د طالبانو له دغو پرېکړو سره به اغېزمن شي.
موسساتو کې د ښځینه وو پر کار او لوړو زده کړو څخه په موقته توګه د نجونو بې برخې کول د سرپرست افغان حکومت هغه دوه وروستۍ پرېکړې دي، چې په پراخه کچه د اسلامي او غربي هېوادونو له لوري غندل شوي او دا غندنې لا هم دوام لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس