کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ماشومان له سختو رواني ناروغیو سره مخ دي.
د خبر پر بنسټ دغه راپور کې راغلي، هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، په اضطراب اخته دي، چې دا کچه له نړیوالې منځنۍ کچې ۱۰ سلنې لوړه ده.
یونېسف په افغان ماشومانو کې د دغه اضطراب او خپګان لاملونه بې وزلي، کډوالي، تکراري طبیعي پېښې او د چاودېدونکو توکو ګواښونه او زیانونه بللي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/