کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۸ ټانکره تېل د هېواد له ګمرکونو د بې کېفیتۍ له امله مسترد شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه اندازه تېل د فراه، نیمروز او بلخ له ګمرکونو مسترد شوي دي.
مالیې وزارت لیکلي، دا تېل د کېفیت له پلوه په هغو معیارونو برابر نه وو، چې دوی ورته ټاکلي دي.
د اوسني حکومت په بیا واکمنېدو سره هېواد ته سلګونه دغه ډول ټانکره تېل او ګاز د کم کېفیت له امله مسترد شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/