معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوه پاکستانۍ کمپنۍ غواړي د افغانستان برښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي

یوه پاکستانۍ کمپنۍ غواړي د افغانستان برښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د پاکستان د تېلو او ګازو یوې خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د راپورونو له مخې، د (OGIL) په نوم د تېلو او ګازو د پانګونې پاکستاني شرکت یوه پلاوي پرون په کابل کې د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملاعبدالطیف منصور سره لیدلي دي.
په دغې لیدنه کې د یاد شرکت پلاوي وویل چې، په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا لري.
افغانستان هغه هېواد دی چې که څه هم د انرژۍ د تولید لپاره اوبیزې سرچینې لري خو د برښنا د توليد په برخه کې ستونزې لري او په ډېری سيمو کې يې خلک له برښنا بې برخې دي.
د کابل په ګډون د ډېرو لويو ښارونو برښنا وارداتي ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس