معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۱۰۲ ټنه بې کیفته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

۱۰۲ ټنه بې کیفته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ درېیمه ۱۴۰۱):
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې شا او خوا ۱۰۲ ټنه بې کیفته خوراکي مواد راټول کړي او د ښار په یوه لیرې پرته او غیر مسکوني سیمه کې خښ کړل شوي دی.
د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول عمومي رییس ډاکتر حیدر خان حیدر، وایي چې شرکتونه او دوکانداران باید د تاریخ تېرو خوراکي موادو له ساتلو څخه ډډه وکړي او د کابل ښار د اوسیدونکو څخه یې و غوښتل تر څو د خوراکي مواد اخیستلو پر مهال د هغې تولید او انقضاء نیټو ته پام وکړي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چاپیریال ساتنې رییس ډاکتر شفیق الله فیضي هم د ډاکتر حیدر خان حیدر د خبرو به تأیید سره وویل چې که کوم شرکت تاریخ تېري خوراکي مواد را وارد کړي نو د قانون مطابق چلند به ورسره وشي.
په تېر جمهوریت کې به هم هر مهال داسې کېدل چې حکومتي ادارو به تر تفتیش او څارنې وروسته، تاریخ تېر شوي یا بې کیفیته خوراکي مواد او درمل له بېلابېلو بازارونو را ټولول او بیا به یې یا خښول او یا به یې په یوه لیري پرته سیمه کې ورته اور اچولو.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس