معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا سل بهرني پانګوال افغانستان ته راغلي

۱۴۰۱ کال کې شاوخوا سل بهرني پانګوال افغانستان ته راغلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې لږ تر لږه سل بهرني پانګوال د پانګونې په هدف افغانستان ته راغلي دي.
د دغه وزارت په خبره دغو خارجي پانګوالو په افغانستان کې د کرنې او کانونو په برخو کې د پانګونې وضعیت څېړلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال ویلي، د لومړي ځل لپاره د کابل په هوايي ډګر کې د “خدمت میز” جوړ شو چې له لارې به یې د ویزې او نور اړین خدمات وړاندې کیږي.
د دوی په خبره تېر کال له همدې لارې شاوخوا سل بهرني پانګوالو ویزې ترلاسه کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت غواړي د صادراتو د معیاري کولو او زیاتوالي په موخه د کابل په ګډون د هېواد په پنځو زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونه جوړ کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، افغانستان اوس په ۵۰ سکتورونو کې پر ځان بسیایتوب ته رسېدلی او د افغانستان صادرات ۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د ۱۴۰۰ ام زېږدیز کال په پرتله ۱۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس