کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې او افغانستان ته راستانه شول.
د راپور پر بنسټ دغه ۱۵ تنه افغان بندیان د کوټې له زندانونو خوشې شوي دي.
د یاد وزارت په خبره، د سپین بولدک سرحدي امریت د اطلاعاتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان شوي وو.
د مسوولینو په وینا یاد بندیان له راستنېدو سره سم د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/