کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډله نن دوشنبه د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د کوربه عربي متحده اماراتو پر وړاندې خپله دوهمه لوبه ترسره کوي.
دغه ۵۰ اووریزه سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې د دوبۍ په ښار کې پیل شي.
دې سیالیو کې افغانستان د خپلې لومړۍ لوبې په ترڅ کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړې ده.
دا درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ کیږي، چې هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې دوه – دوه سیالۍ ترسره کړي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، دا سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ترسره کیږي.
د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/