کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د تېرو دریو ورځو راهیسې له کرمان څخه شاوخوا ۱۷ سوه ۸۸ تنه بې اسنادو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د کرمان لویې څارنوالۍ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دغه کډوال تر پېژندلو وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.
راپور کې د کرمان د لوی څارنوال مهدي بخشي له قوله راغلي، دغه کسان د ټولنیز امنیت د ښه والي طرحې په چوکاټ کې د امنیتي موخو له امله خپل هېواد ته لېږل شوي.
دوی زیاته کړې، چې بهرني وګړي باید دغه هېواد ته د تګ – راتګ او اوسېدو لپاره قانوني اسناد ولري او له اسنادو پرته به ورسره ورته چلند کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/