ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۲۴مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان په سوېل هلمند او کندهار ولایتونو کې یو ځل بیا څاه ته د ماشومانو د لوېدلو دوه نورې پېښې شوي، خو دا ځل یو ماشوم ژغورل شوی دی.
ځایي چارواکو په خبره، تېره ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د محمد ګل په نوم یو ماشوم د برمې ۸۰ متره ژورې څا ته لوېدلی و.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې ویلي چې ماشوم د څا په ۵۵ مترۍ کې بند پاته و چې د سیمې خلکو له خوا ژغورل شوی دی.
که څه هم پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې د ماشوم پر بدن ټپونه ښکاري، خو چارواکو یې د روغتیایي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی.
دغه راز ویل کېږي چې نن د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې يوه پنځه کلنه نجلۍ په ژورې څاه کې غورځيدلې چې چارواکو يې د را ايستلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
څه موده وړاندې په زابل کې ورته پېښه وشوه چې له ډېرو هڅو سره سره څا ته لوېدلی ماشوم ومړ.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په سوېل کې څاه ته د ماشومانو د غورځېدو دوه تازه پېښې، یو ماشوم ژغورل شوی