معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / احمد الشرع نن د اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي

احمد الشرع نن د اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع نن ترکیې ته سفر وکړي.

ټي‌ارټي خبري شبکي راپور ورکړی، چې الشرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي.

په راپور کې راغلي چې دواړه لوري به په سوریه کې د اقتصادي وضعیت، ټيکاو او امنیت د ښه کولو لپاره د متقابلو اقداماتو په اړه بحث وکړي.

د یادونې ده چې احمد الشرع د سوریې انتقالي دولت د ولسمشر په توګه خپل لومړنی سفر سعودي ته وکړ او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.

دواړو خواوو د سوریې له امنیت او ثبات څخه د ملاتړ په لارو چارو خبرې کړې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس