محترم څارنوال رضوان محمد ګهیځ که څه هم د شهید منهاج الدین ګهیځ له کورنۍ سره کومه د وینې یا نسبی اړیکه نه لری، خو له شهید ګهیځ سره یې اوږده موده انډیوالی او ملګرتیا کړې او د مبارزې په لوړو ژورو کې د هغه پر ملتیا اوس هم ویاړی. د ګهیځ جریدې د هغه وخت په کلیکسیونونو کې د هغه ګڼې لیکنې او ژباړې خپرې شوې دی، د ګهیځ اونیزې او شهید منهاج الدین ګهیځ د ژوند او مبارزې په اړه د محترم څارنوال صاحب لیکنه د هغه عصر یو ژوندی تاریخ زمونږ مخې ته ږدی چې له نوموړی څخه په مننې یې دلته خپروو. «د گهیځ ټولنې اداره»
رضوان محمد ګهیځ څوک دی؟
زه رضوان محمد د سید محمد زوی (۷۳) کاله پخوا د ننګرهار ولایت د کوټ مِتْرَانُو په کلی کې پیدا شوی یم، کوټوال ټول سخیان او مېلمه پال خلک دی. مونږ بیا د تر ټولو زیات سخی او د ساده ژوند خاوند، د فاروق او سخی د پلار په یوه ځانګړی کور کښې همسایه ګان وو.
پلار مې هلته په ابتدایه ښوونځی کې استاد ؤ، او هم تر رسمی وخت وروسته به یې د تدریس تر څنګ د درزیتوب (خیاطۍ) دنده تر سره کوله؛ مونږ په لرې پراته برکلی کې په آرامه ژوند درلود او دا چې خلکو سره هغه وخت نغدې روپۍ نه وې نو پلار به مې یوه جوړه جامې په یو من غنمو ګنډلې، له همدې امله زمونږ کره تر ټولو زیات غنم وو، نیکه مې د هند او کابل ترمنځ د پنځه اوښانو په ذریعه تجارت درلود او تر مرګ وروسته د مَزِیْنِې ننګریزانو په کلی کې خښ شوی، کله چې به زه له خپل پلار سره مَزِیْنِې ته ولاړم نو هغه به د خپل پلار قبر ته هم بوتلم او ویل به یې چې دا مې د پلار قبر دی، په خپله به یې هم له نژدې دوعاوې ورته وکړې او ما ته به یې هم ورته د دعا کړلو توصیه کوله، په یاد مې شی چې زه لا د دوهم ټولګی شاګرد وم چې د قرآنکریم د لوست په څنګ مې پلار راته ګلستان، بوستان، یوسف زلیخا کتابونه راوړی وو او هغه مې له خپلې مشرې خور سره لوستل چې هغې هغه مهال په خپله د «مُنیې» په نوم د فقهې کتاب هم لوستلی ؤ.
زه هغه وخت دومره کوچنی وم چې پلار به مې په خپل تخرګ کې ونیولم او د خپلې خیاطۍ د ماشین تر څنګ به یې کښېنولم، مونږ د لرګی یو صندوق درلود، نجارانو ښکلی ګلان پرې جوړکړې وو او دا هغه وخت د واده د ناوې لپاره یو بهترین سوغات ګڼل کېده یعنی ښه تحفه وه.
پلار به مې زه صندوق ته ور پورته کړم او هغه به هم خیاطی کوله او هم به یې مونږ ته درس راکولو، یوه ورځ مې پلار د نارنجی رخت څخه راته نوې داسې جامې جوړې کړې چې شاته یې دوه مزی درلودل. کله چې به مزی کش شول جامې به ټیټې شوې، له کوره به راووتلم داسې فکر مې کولو چې زه د کوم ملک د یوه غټ سړی زوی یم.
یوه ورځ د ښوونځی په تفریح کې کور ته راغلم، مور مې تنور اچولی ؤ، لومړنۍ غټه سره ډوډۍ مې په لمن کې واچوله او بېرته په ځغاسته ښوونځی ته ولاړم، د تفریح وخت لا پاتې ؤ چې ما دا ډوډۍ کپ کپ کړه او په خپلو همصنفیانو مې ووېشله، هغه وخت د خلکو اقتصادی وضیعت ورو ورو وده کوله، بارانونه او اوبه به هم ډېرې وې، غلې دانې هم پریمانه وې، خو د تمدن نه شتون او د اقتصادی مشکلاتو له کبله بیا هم د جوارو د اوړو سوکړک د عام ولس خوراک ؤ. د ډوډۍ خوراک او هغه هم چې سړی وږی او ډوډۍ هم ګرمه وی، په رښتیا هم په زړه پورې خبره ښکاریده، ځکه نو ټولو همصنفیانو راته په تعجب کتل او سوچ یې کولو چې د دوی په کور کې د غنمو ډوډۍ پیداکېږی!!
د یادولو وړ ده دا چې مونږ د بابر جان کاکا همسایه ګان وو، نوموړی د خپل وخت د ښه جایداد خاوند ؤ او هغه به فخر کولو چې یو دینی عالم، معلم، خیاط او مسافر ته یې یو کوچنی کور له کرایې پرته په اختیار کې ورکړی او پکې د همسایه په شکل ژوند کوی، هغه له مونږ سره ډېر نېک سلوک درلود، پښتانه په عام شکل همسایه د خپل کور شریک ګڼی، هغه هم په هر څه کې زمونږ برخه کوله، حتی کله چې به د منی موسم راغی، نو زما پلار به یې خپل د ونو بڼونو او دیرو ته بوتلو او ورته به یې ویل دا ونه او دا ونې ستا شوې، د ژمی لپاره به یې ووهې او دا یوه د مسجد.
الله -جل جلاله- دې پر هغو ټولو مسلمانانو ورحمېږی، دا هم د یادولو وړ ده چې د عام ولس دوه ډوله لباس وو یو قسم هغه ؤ چې تقریبا د یوه متر په اندازه پلن ؤ او له نخی تار څخه جوړ شوی ؤ، چې له بهر څخه راتلو، دوهم قسم لباس او پوشاک چې په هر کلی کې عام ؤ، ښځو به د سنیو له تار څخه جوړولو او له مالوچو به یې د ژمی په اوږدو شپو کې به یې د شپې او یا د ورځې له خوا اوبدلو او بیا به یې د کلی جولا ته د رخت جوړولو لپاره ورکولو.
د دې رخت عرض به دېرش یا پنځه دیرش سانتې ؤ چې لدې څخه به یې د اخترونو ښکلی ارت لباس، دسترخوانونه او بړستنې جوړولې، کله چې تمدن پرمختګ وکړ د «چیټ» په نامه رخت څخه به یې توشکونه او بړستنې جوړولې. خو دا باید په یاد ولرو چې د ډېرو مالداره او حتی دولتی مامورینو په کورونو کې هم چا د بړستنو شیټ نه درلود او اوس هم ۸۰ سلنه خلک بړستنو ته شیټونه چې د روغتیایی اړخه ډېر ضرورت دی، نه لری.
په خپل پلرنی کلی کې:
خپل وطن حصارشاهی ته بېرته راغلو او هغه کور ته چې نسبتاً ارت او لوی ؤ او د خپل پټی په لاره کې مو پروت ؤ، پلار مې د کلی ماشومانو ته تدریس کاوه او د خپلې خیاطۍ د دوکان لپاره یې هم شاګردان درلودل، تر څنګ یې په دوکان کې قرطاسیه او د مکتب کتابونه هم خرڅول، د کابل په مطبعه کې به مو د کتابو څخه د پرې شویو او پاتې شویو روسی اعلی کاغذ څخه کتابچې جوړولې او د مکتب کتابونه به مو هم له کابله راوړل او لدې مدرک څخه مو خپل عادی ژوند تر سره کولو.
پداسې حال کې چې پلار مې اطرافی او کلیوالی زده کړې تر سره کړې وې خو په تجوید او میراث کې ډېر ممتاز ؤ، همدارنګه د فقهی کتابونه یې تر یوې اندازې لوستی وو او د شپې له خوا به یې مطالعه کول، د تعجب خبره دا ده چې مونږ به د اوړی په رخصتیو کې د سلطان مسجد ته تلو او راتلو او د مسجد په دالان کې به مو د اووم او اتم ټولګیو ریاضی د هغه وخت له یوه اطرافی دینی عالم څخه زده کوله، اوس که وګورو دینی عالم ته ګوره او ریاضی ته ګوره؟ که څوک هڅه وکړی نو ان شاءالله هر څه بیا مومی.
زه لا د نهم ټولکی شاګرد وم چې په غالب ګومان د قریب الرحمن سعید صاحب، شاکر یا له بل کوم کس سره د هزار ناو کلی جامع مسجد ته د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره ولاړو، په هغه وخت کې هزار ناو د دې کبله د وړوکی مسکو په نامه یادیده چې کمونیستان او ملحدین پکی ډېر وو، او ډېر خلک د علماوو د اوږده خوب له کبله د الله -جل جلاله- نه منکرین ګرځیدلی وو.
په مسجد کې مو دا خبرې وکړې چې کمونیستان او ملحدین پیدا شوی اولادونه مو درنه کافران کوی، خو څرنګه چې هماغه وخت د یو شمېر کسانو اولادونه بې دینه شوی وو، دا خبرې پرې ښې ونه لږیدې او آواز یې وکړ چې د لمانځه او اوداسه خبرې وکړئ او دا نورې خبرې پرېږدئ، خو موږ ورته وویل چې د مسجد امام او نور علماء شته چې دا خبرې درته وکړی، موږ له ډېر لرې راغلی یو، هدف مو اسلامی ټولنې ته اسلامی بنیادی فکر رسول دی.
کله چې د جماعت لمونځ خلاص شو، هېچا د یوه چای دعوت هم رانه کړ، د سړک پر لور روان وو چې میر سمیع الحق صاحب له شا آوازونه وکړل، مونږ ته یې وویل چې هغه وخت ما ځکه څه نه ویل چې بیا به خلک وایی چې دا پنج پیریان دی، ستاسې ډېرې ښې خبرې وې او اوس به ډوډۍ ضرور خورئ…! پدې توګه مونږ له هغه سره ډوډۍ وخوړله او بیا رخصت شوو.
د مربیانو «روزونکو» کمبود:
هغه مهمه نقطه چې زه هم اوس او هم هغه وخت ورته متوجه وم، هغه دا وه چې موږ خلکو ته د اسلام د مبارک دین د واقعی څېرې د ورپېژندنې لپاره بهترین مربیان نه درلودل او آن اوس هم د هغوی له کمبود سره مخ یو، د دې مسألې د حل یوه بهترینه لاره زما په عقیده دا ده چې د ملک یو شمېر هغه متمولین چې د الله څخه وېره لری، پدې کار کې کمه برخه واخلی، لومړی دې یو اسلامی مرکز، اسلامی کتابخانه او په ټولو عصری فکری وسایلو مجهز یو قوی مرکز په وطن کې پرانیزی او بهترین فکری استادان چې دا مرکز یې مصارف په غاړه واخلی را ټول او یوه کوچنۍ فکری اکاډمی چې د هر ولایت افراد پکې وی جوړه او خلکو ته روزنه ورکړی، ځکه دا د مدرسو په زرهاو لښکر چې د اسلام په عمق پوه نه وی په درد نه خوری.
د امام ابوحنیفه په مدرسه کې شاملېدل:
په ۱۳۴۳ لمریز کال د ابو حنیفه په مدرسه کې چې د کابل په بګرامیو کې وه، شامل شوم. دا هغه وخت ؤ چې په پوهنتونو او لېسو کې روسی او چینایی کمونیزم او آلمانی نشیلیزم نوې رېښې زغلولې – د مدرسې یو فکری استاد د وردګو دینی عالم مولوی عبدالرب احدی ؤ، الله -جل جلاله- دې ورته جنتونه ورکړی؛ نوموړی زمونږ په فکری روزنه کې ډېره برخه درلوده او کله چې یوولسم ټولګی ته بریالی شوو نو د لغمان مولوی صاحب حبیب الرحمن چې یو ستر اخوانی او اسلامی فکر خاوند ؤ، زمونږ په مدرسه کې استاد شو.
نوموړی چې د نجم الدین اخند زاده له مدرسې فارغ شوی او د اسلامی تحریک غړی ؤ، په شاګردانو کې یې ستر فکری تحول راووست، پاتې دې نه وی چې مصری ږیره خریلی استادانو هم په فکری انقلاب کې ښه برخه درلوده، تل به یې په عملی برخه کې ماته په کتابچو کې لیکل چې «الی الامام یا رضوان»
(یعنې مخ په وړاندې ځه رضوان الله) او سخت به یې تشویقولم.
مدرسې ته به ځینی نورو خلکو هم د کمونیستی فکر کتابونه راوړل، خو دوه تنه د لغمان چې یو د اسماعیل په نوم د یو پیر زوی ؤ او بل قاضی ملنګ چې په یوه سترګه ړوند ؤ او خلکو به ورته دجال ویل، دا ډول کتابونه ډېر راوړل او خپرول به یې، د خواجه په نامه د اسماعیل یو د ترور زوی به تل هغه ته ویل چې: «ای بچه پیر، تو خو بچه پیر هستی تو چرا این کاره می کنی؟» او ده به ځواب کې ورته ویل: «برو خرافاتی، حال زمانه و عصر نو تقاضای تحول فکری جدید را می کند»، په هر صورت الله -جل جلاله- دې وکړی چې الله -جل جلاله- پرې رحمېدلی وی او د ټولو آخره خاتمه ښه او اسلام ته اوښتی وی.
له ابو حنیفه مدرسې د عبدالرحیم نیازی مؤقت اخراج:
یوه ورځ په ابوحنیفه مدرسه کې له عبدالرحیم نیازی صاحب سره چې د حزب اسلامی بنسټ اېښودونکی ؤ، یو شمېر کمونیستی کتابونه ونیول شول، مولوی صاحب حبیب الرحمن او مولوی صاحب عبدالرب احدی د استادانو په مجلس کې له مدرسې څخه د نیازی صاحب د ویستلو غوښتنه درلوده، خو د مدرسې آمر چې محراب الدین نومېده، فیصله وکړه چې نیازی صاحب باید را وغوښتل شی تر څو معلومه شی چې دا کار یې ولې کړی؟ همداسې وشول، نیازی صاحب ځواب ور کړ چې استادانو تاسو د کمونیزم د فکر په تردید او ابطال کې تر هغه استدلال نشئ کولای چې تر څو مو د مقابل لوری کتابونه نه وی لوستی او دا چې دوی د الله -جل جلاله- څخه د انکار څه دلایل لری، دا یو ځل ولولئ او بیا په مستدله توګه خپل رد پرې وکړئ.که څه هم په منطقی لحاظ د عبدالرحیم نیازی دلایل سم وو، خو بیا هم شل ورځې له مدرسې اخراج شو او کله چې فارغ او پوهنتون ته بریالی شو، نو د دې ستر انسان خبره بیا ښه جوته شوه.
عبدالرحیم نیازی په رښتیا هم یو ستر عالم او د استدلال ښه قوه الله پاک ورکړې وه چا یې مقابله نه شوی کولای. په هماغه دوران کې یوه ورځ نجیب ګاو ته چې بیا د کمونیستانو په وخت کې د خاد ادارې مشر او وروسته رییس جمهور شو او د زرګونو مسلمانانو د قاتل په نامه یادېږی، چا وویل چې تا خو تر اوسه ډېرې ښې عجیبې او له دبدبې نه ډکې ویناوې کولې اوس ولې چپ شوې او وینا نه کوې!؟
هغه په ځواب کې وویل چې له کله نه عبدالرحیم نیازی پوهنتون ته داخل شوی ویناوې یې موږ او حتی نړیوالو کمونیستانو ته چلنج ورکوی او تاسو ګورئ چې آواز یې هم لوړ او خوله یې هم خلاصه ده، دی چې وینا شروع کړی زه وایم لکه ما چې خوری، د ده د خولې رعب پر ما پروت دی او ما وینا ته نه پرېږدی.
له ګهیځ جریدې سره زما اشنایی:
په همدې کال زه د اسلامی او غیر اسلامی دولتی او غیر دولتی اخبارورنو؛ لکه: اصلاح، انیس، هېواد، خلق، پرچم، شعله جاوید، افغان ملت، ترجمان، ګهیځ، د کابل مجله، د وزارت اوقاف او ځینو نورو مجلاتو سره اشنا شوم، په رښتیا چې د «ګهیځ» اخبار چې د شهید منهاج الدین ګهیځ له خوا خپرېدو، بهترین نړیوال اسلامی دریځ او موقف یې درلود، له اخبار او هم د مؤسس او لیکوال سره چې اشنا شوم د ګهیځ دفتر ته به ډېر ورتلم، د اخبار په خرڅولو کې به مې ورسره ډېره ونډه اخیسته، کله کله به می په مستعارو نومونو باندې مضامین هم ورکول.
ګهیځ اونیزې د مرحوم مولوی خالص، عشرتی صاحب، د لغمان خادم صاحب او ځینې نورو غوندې لیکوالان درلودل او ټولو په وړیا ډول ورسره کار کولو، د ګهیځ جریدې ستره برخه مضامین عشرتی صاحب لیکل، په مالی برخه کې یې ډېر ملاتړ ذوالفقار غفوری صاحب کولو او دا دوه تنه هر یوه انجنیر صاحب احمدشاه احمدزی چې هغه وخت د زراعت وزارت مأمور او ذوالفقار غفوری صاحب چې په کومه مؤسسه کې ېې کار کولو، دوی دواړو به ډېر همت کولو.
د اسلام پالو هرې مظاهرې ته به د یوه لنډ سوټی او کوتک سره راتلل، پدې اراده چې که چېرې د کمونیستانو او مخالفینو سره کومه شخړه وشی، نو دوی به ورته مخکې له مخکې آماده وی.
دا زمونږ د ولس هغه لومړنی جهاد ؤ چې تر وروستی وسله وال جهاد څو څو ځلې غوره ؤ، سره لدې چې په داخل کې ذهنیتونه آماده نه وو، په خپله د افغانستان په حکومت، چین، روس، نورو بهرنیو هېوادونو؛ لکه: ایران او پاکستان او ټوله نړۍ کې سوسیالستی او کمونیستی تحریکونه د مخالفینو تر شا په مادی او معنوی قوت سره ولاړ وو.
د افغانستان په داخل کې د ګوتو په شمار له څو ملایانو نه پرته نور ټول د فیل په غوږ کې ویده وو، تا به ویل چې له دېوال سره خبرې کوې؛ خپلو مینځونو کې د «ضواد» او «دواد» او همدارنگه په تشهد کې ګوته پورته کول روا دی او که ناروا؟ په جنازه کې حلقې جوړول روا او که ناروا دی؟ پدې او ورته نورو مسایلو باندې سره اخته وو چې په هېڅ صورت د امت په درد نه لګېدل، خلک د علم او اسلامی تمدن له روح څخه ناخبره وو او دا تر ټولو ستر مشکل ؤ.
د پوهنتون مسلمان شاګردان به د جمعې لمانځه لپاره د کابل پوهنتون تر شاه کوڅو کې د یوه دینی عالم جومات ته چې آغا صاحب، آغاصاحب به یې ورته ویل، ورتلل. هغه به په رښتیا هم په خطبه کې د نړیوال کفر د رېښو خپرولو، د کمونیزم او الحاد په ضد خبرې کولې.
دا یوازینی جومات ؤ چې خلکو ته یې یوه اسلامې انګیزه او فکر ورکولو، ځکه به ټول ځوان قشر همدې مسجد ته ورتلل او همدا یو بهترین فکری روزنتون وو (الحمدالله چې هغه وخت د شعایرالله د بې حرمتۍ او پر ملا او مسجد کې د بم الوزولو او داسې نورو کارونو تصور هم چا نشو کولای.)
په پېښور کې یو وخت مولوی صاحب خالص مرحوم د «التقوی» په نوم لېسې ته چې د هجرت په چاپېریال کې د مهاجرینو لیسه وه او زما له خوا اداره کېده، راغلی ؤ.
الله تعالی دې مولوی صیب وبښی، د ښوونځی په دغه غونډه کې یې وویل چې: «هغه وخت د اسلامی اخبارونو خرڅول او بازار ته را ایستل ډېر سخت کار ؤ او اکثره به اخبار خرڅونکی له اخ او ډب سره مخ کېدل، خو څارنوال رضوان محمد د ګهیځ اخبار په خرڅولو کې تر ما مخکې ؤ».
طبعاً مولوی صاحب یو مشر، عالم، شاعر او ادیب او مونږ کشران وو هغه به مو دې کارته نه پرېښود، خو دښمن د مسلمانانو له خوا د دغه وړوکې هڅې تحمل او زغم هم نه درلود، کمونیستان په دولت، پولیسو، لېسو او ټولو تعلیمی ادارو کې منظم وو.
د سناتور عبدالهادی داوی مالی مرسته:
د ګهیځ اخبار مالی ملاتړ به ځینی نورو عقیدوی مسلمانانو هم کولو، خو زه به کله ناکله عبدالهادی داوی کور ته چې هغه وخت د مشرانو جرګې (د سناتورانو د جرګی) رییس ؤ او تر دې وړاندې یې په ملی او اسلامی مسایلو زندان هم تېر کړی ؤ، په سهار کې ورغلم.
هغه یو عجیب انسان ؤ، د سهار له خوا به پر تلاوت سربېره د خپل کور په حجره کې، د ولسی خلکو د ستونزو اورېدو لپاره ناست او د هغوی سره به یې د ساده چای او ډوډۍ په خوړلو سره احکام ورکول، مسایل به یې حلول او ځان یې د ولس حقیقی خدمتګار ګڼلو.
زه به هم په همدې ځای کې غلی ناست وم، کله چې به یې پر ما سترګې ولګیدې ډېر زر به یې د خلکو کارونه خلاص او هغوی به یې رخصت کړل، زه به یې خواته نږدې وغوښتم، د ګهیځ اخبار د چاپ، تیراژ او د دفتر پر مالی ستونزو سر بېره به یې د پوهنتون په ځوانانو کې د اسلامی فکر د خپرېدو او داسې نورو مسایلو په اړه پوښتنه کوله، که به مسایل، مثبت وو نو سخت به خوشحاله کېده او جیب ته به یې لاس کړ درې زره افغانۍ به یې راکړې سپارښتنه به یې وکړه چې ډېر زریې جیب ته واچوه او ما به بیا هغه امانت ګهیځ صاحب ته راورساوه.
ګهیځ او مولوی قلم الدین:
زه په ۱۳۴۳ کې د مدرسې شاګرد وم، ګهیځ صاحب دا خبره درک کړې وه چې یوازې هغه ویښ دینی عالم چې د مسلمانانو په رنځونو او علاج یې ښه پوهېږی مولوی صاحب قلم الدین د تبلیغی جماعت مشر ؤ، نوموړی هغه وخت د کابل په شاه شهید مېنه کې په یوه جامع مسجد کې امامت کولو، دغه دینی عالم په خپل مسجد کې د اسلامی فکری دعوت خپرولو، نوموړی د یوه کنفرانس د جوړولو په اړه د ګهیځ صاحب غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.
هماغه ؤ چې د ځوانانو او علماوو ښکلی کنفرانس جوړ او مولوی خالص، ذوالفقار غفوری صاحب فکر کوم مرحوم انجنیر احمدشاه احمدزی هم ؤ پکې خبرې وکړې، په آخر کې یوه تن دینی عالم ډېرې تېزې خبرې او پر حکومت یې زیاتې نیوکې شروع کړې، څرنګه چې دا لومړنی کنفرانس ؤ، نو د دې لپاره چې په نطفه کې خنثی نشی، په خپله ګهیځ صاحب پاڅید د لوډ سپیکر آواز یې بند کړ او د میزونو په ټولولو یې شروع وکړه.
دا هغه وخت ؤ چې قلم الدین مولوی صاحب د مرحوم مولانا مودودی او نورو بې شمېره علماوو علمی کتابونه کابل ته راوړی او د همدې مسجد په یوه اړخ کې یې یوه کتابخانه جوړه کړې وه چې خلک یې وړیا مطالعې ته جذبول.
ګهیځ جریده څه ډول پیل شوه؟
د ګهیځ صاحب څخه یوه ورځ چا وپوښتل چې دا دعوت دې ولې او څرنګه شروع کړ؟ ځواب یې ورکړ چې زما پلار د زون په سطحه دولتی مشر او زه صرف د دارالمعلمین فارغ عیاش اولا ابالی( بې پرواه) انسان وم، له دینی مسایلو سره مې ډېره مینه نه وه، پدې منځ کې زه ناروغه او د اندرا ګاندی په روغتون کې چې نوی جوړ شوی ؤ بستر شوم، یوازې «ډسپرین» ټابلیت یې سهار، غرمه او ماښام راته شروع کړل، زه په غوسه شوم، جامې مې بدلې کړې او کله چې ډاکتران د غرمې ډوډۍ ته ناست وو، د خپلې مریضۍ له دوسیې سره ورغلم او په تونده لهجه مې ترې وپوښتل چې تاسو دې مریض ته یوازې «ډسپرین» ورکوئ دا خو په کور کې هم خوړلی شی! ډاکترانو وویل چې ته د مریض څه کېږې؟ ما ورته وویل چې خپلوان یې یم! نو ډاکترانو وویل چې تا ته به حال ووایو خو مریض خبر نه کړې! حال دا ؤ چې د مریض یوه ګرده له موره نه ده پیدا او دا بله یې دومره خطر ناکه مریضه ده چې که ګوتې وروړو ختمه ده، مریض به یوه یا دوه ورځې نور ژوندی وی نور ختم دی.
همدا وو چې دوسیه مې له ځان سره راواخیسته او کور ته راغلم، غسل مې وکړ، جامې مې بدلې کړې او الله ته په ژړا شوم، یوه یوه سجده مې تقریباً پنځلس پنځلس دقیقې اوږده وه او بیا مې له الله سره تعهد وکړ چې که یوه ثانیه هم ژوندی وم یا ډېره موده، خو نور ژوند به ستا په بنده ګۍ کې تېروم، پس له غرمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ولاړم، عریضه مې وکړه چې زه غواړم د «ګهیځ» په نامه اخبار وباسم، هماغه ؤ چې د اخبار خاوند شوم او فکر مې وکړ چې کله الله غوښتی وی بیا به زما روح قبضوی، خو دا دی، لا هم د ناروغۍ احساس نه لرم او الحمدالله هېڅ درد مې په بدن کې نشته.
ګهیځ او بې آلایشه ساده ژوند:
ګهیځ صاحب به تل له دفتر څخه خپل کور ته چې د چهاردهی ولسوالۍ سره جوخت (د اوسنۍ گذرگاه سیمه چې د کابل ښار په اوومه ناحیه پورې اړوند ده) کې ؤ په پښو تللو، یوه ورځ ور سره زه هم ولاړم، تش د کچالو خوراک یې کولو، او ویل به یې چې ماته د ښار له ښه خوراکونو هم د خپل کور خوراک ډېره مزه او خوند راکوی، او دا مې د صحت لپاره هم ښه دی.
د مازیګر د لمانځه لپاره یوه مسجد ته ولاړو چې د کابل دار العلوم د پخوانی تعمیر ترڅنګ د پل باغ عمومی په سیمه کې واقع ؤ او مخ یې د عمومی سرک په لور ؤ، امام یې پښتون او په غالب ګومان د وردګو ؤ، کله یې چې سلام وګرځولو تر لمانځه وروسته دعا یې په عربی ژبه شروع کړه، خو پکې غلط شو او بند پاتې شو، بله دعا یې شروع کړه په هغې کې هم بند شو او په درېیمه کې چې کله بند شو، ګهیځ صاحب له شا صف نه پرې غږ وکړ چې «ملاصاحب په پښتو شروع وکړه، الله پاک په پښتو هم پوهېږی.»
د «اسلامی ټولنې» په نامه د ګوند تأسیس:
دقیق را څخه هېر دی خو فکر کوم چې په ۱۳۴۶ لمریز کال کې مو د یوې ډېرې دیندارې کورنۍ کې (د ذوالفقار غفوری د پلار انجنیر حبیب الله په کور کې) چې په کوټه سنګی کې ؤ او همالته یې یو دوکان هم درلود، دوه غونډې درلودې او په لومړنۍ غونډه کې د اسلامی ټولنې په نوم مو یو ګوند جوړکړ چې ذوالفقار غفوری صاحب، ګهیځ صیب، عشرتی صاحب، د غفوری صاحب پلار انجنیر حبیب الله، د کمکی په نامه یو کندهاری او فاروقی صاحب چې د کابل پوهنتون په آخر کې د زراعت وزارت سره نژدې یې کور ؤ، په دغه غونډه کې برخه درلوده.
په غونډه کې انتخابات وشول، فاروقی صاحب[1] مو مشر و ټاکلو او بیعت ورسره وشو؛ خو په سبا یې داخله وزارت ته موضوع افشاه شوې وه، ګهیځ صاحب ډېر هوښیار ؤ او په همدې ورځ یې موضوع کشف کړه چې دا کار کمکی کړی، کمکی نه یوازې دا چې د دولت جاسوس ؤ، آن د دې جاسوسۍ لپاره یې خپله مېرمن هم د شرعیاتو په پوهنځی کې شامله کړې وه او د شرعیاتو د استادانو او شاګردانو احوال به یې د هغه وخت استخباراتو ته ورکولو.
څو کاله وروسته چې د ځوانانو تحریک یوه هسته جوړوله، شهید انجنیر صاحب حبیب الرحمن چې د یادې اسلامې ټولنی غړی او د ګهیځ د اخبار له لیکوالوالانو او د دفتر مشاور ؤ، وویل که څه هم له ۱۳۴۶کال څخه زه د دې تحریک غړی یم خو اوس ځوانانو را څخه غوښتی چې د هغوی د هستې غړی شم، څه مشوره او هدایت راکوئ؟ نو ګهیځ صاحب وویل: «مسلمانان او بیا دا ځوانان زمونږ د تحریک غړی، زمونږ وروڼه او پر موږ دومره ګران دی چې دا هر ځوان ګورم غواړم زړه کې ځای ورکړم، هېڅ مشکل نه شته، ټوله یوه خبره ده اسلام ته کار هدف دی ورشه!» همدا ؤ چې بیا انجنیر صاحب حبیب الرحمن شهید د یوه بل تحریک سره هم ملګری شو.
د چین سفارت له فرهنګی مسؤول سره لیدنه:
یوه ورځ مونږ د ګهیځ جریدې په دفتر کې ناست وو، یو خارجی تبعه راغی پوښتنه یې وکړه چې منهاج الدین ګهیځ څوک دی؟ کله چې ملګرو ګهیځ صاحب ورته معرفی کړ، د دوه په دوه او ګوښه ناستې غوښتنه یې وکړه، دوی د دفتر په یوه کوچنۍ کوټه کې کېناستل او لږ ساعت وروسته دواړه راووتل؛ ګهیځ صاحب مېلمه رخصت کړ او بیا یې مونږ ته کیسه وکړه چې: «دا سړی په کابل کې د چین د سفارت فرهنګی مسوول ؤ، ما ته یې د څو لکه روپیو چک راکولو وړاندیز وکړ، خو ما ورته وویل چې غریب خلک او سوالګر خو په بازار کې ډېر دی، دا چک په کومه خوشحالۍ مونږ ته راکوې؟ هغه راته وویل: دا چې ته یوازې په خپل اخبار کې په روسانو پسې لیکل کوې او پر مونږ باندې ډېر څه نه لیکې، ستا دا پالیسۍ زمونږ خوښېږی. خو ګهیځ صاحب ورته په ځواب کې ویلی و چې څرنګه چې تاسو اوس په اسلامی ملکونو کې ډېرې ګوتې نه وهئ، نو زه هم درسره ډېر کار نه لرم او دا کار په مفت ډول ترسره کوم، چک دې بېرته واخله، خو که کله هم تاسو پر اسلامې ملکونو د روسانو په څېر تجاوز وکړ یا مو هلته فکری او عملی مبارزه شروع کړه بیا به مو تاوان کړی وی او مونږ به بیا و نه درېږو، پدې توګه مې هغه چک بېرته ورته مسترد کړ.
خپلې کورنۍ ته د شهید منهاج الدین ګهیځ پیغام:
د شهید ګهیځ کورنۍ زامنو او لوڼو به هغه ته ویل چې پلاره دا د ځوانانو تحریک ستا سخت مخالفت کوی، آن ستا د کورنۍ غړیو ته بد بد نسبتونه کوی، خو ته په خپل اخبار کې د دوی غونډې، جلسې او مظاهرې په ډېر قوت سره خپروې او هغه خپل ګڼې، ده شهید به ځواب ورکړ: «یو شخصی خبرې وی او یو عمومی مصلحتونه، که دوی زما شخصیت ته کنځل کوی نو دا دی د هغوی لس چنده همدغه کنځلې زما له خوا؛ خو که خبره د اسلام او اسلامی دعوت او تحریک وی نو بیا خو ټول سره یو او یوځای یو او زه یې ضرور نشروم».
پاتې دې نه وی چې په ګهیځ اخبار کې یو بکس یا یوه زاویه خپرېده چې په هغې کې به د خارجی استخباراتو ډېر داسې مسایل چې آن د چا سوچ هم نه ؤ، خپرېدل. دا به پداسې بڼه ؤ چې ته به وایې چې زمونږ دفتر د معاش مقابل کې څه لیکنې او تمثالونه راته لیکی.
ګهیځ او د روسانو یرغل ته تیاری:
یوه ورځ ګهیځ صاحب مرحوم مولوی خالص ته وویل چې دا اخبار ته چلوه ستا د کور او د اخبار ټول مصارف زه درکوم خالص بابا ورته وویل چې ته به نو څه کوې؟ ده ورته وویل: ته ما څه کوې؟ خو زه ستا مصارف ان شاءالله درته پوره کوم.
خالص بابا وویل ترڅو چې ته راته حقیقت ونه وایې زه دا کار نه کوم، بالآخره ګهیځ صاحب وویل: «زه دوه درې کسان پیدا کوم او غرونو ته پورته کېږم، په هر ولایت کې هغه مالداران چې نیکان خلک دی په نښه کوم، د پاتې نورو کسانو درمند (درمن) سوزوم یا یې د زوی د پښو ترمنځ هوایی ډزې کوم، او همداسې بیا بل او بل ولایت ته ځم او هلته دا کار کوم، ځکه ما چې څومره معلومات راټول کړی روسان به هرومرو په حتمی توګه افغانستان ته داخلېږی خو دلته باید یو شمېر مسلمانان را ویښ او بیداره شی او پدې پوه شی چې زما دا درمند (درمن) ولې وسوزېد؟
ما خو له هېچا سره بد نه وو کړی او یا دا چې زما د زوی د پښو په منځ کې ولې ډزې وشوې؟ او بالآخره باید دا احساس ورسره پیدا شی چې یو ښه ټوپک او کار توس ځان ته پیداکړی او کله چې روسان افغانستان ته داخلېږی، نو د دوی هم باید مقابله وکړی او د سمرقند او بخارا په څیر مفته او هېڅ په هېڅ ورته تسلیم نه شی باید یو شمېر مسلمان افغانان خپل همت وښایی او قربانی ورکړی.»
خو مولوی خالص د ده د طرحی تر اورېدو وروسته ورته وویل: «ته فساد ته ورځې او بیا اخبار ما ته پرېږدې؟ زه دا کار نه کوم.»
په مطبوعاتو کې د دولت د مداخلې یوه بیلګه:
ټول اخبارونه حتی خلق او پرچم مکلف وو چې د اخترونو او د استقلال د جشن پر وخت، په لویو صفحو کې ظاهر شاه ته د اخبار د مؤسسانو او چلونکو له خوا یا د نورو بنسټونو له خوا د اعلان په بڼه د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړی او پدې کې د اخبار دفتر ته هم پوره ګټه وه، خو د ګهیځ اخبار د دغه اعلاناتو نشر ته حاضر نه ؤ. حکومت درې کاله ورته صبر وکړ، خو په څلورم کال استخباراتو ورته خبر ورکړ چې که سږ کال ستا په اخبار کې شاهی نظام او ظاهر شاه ته د اختر مبارکی نه وی نو خیر دې نشته او عاجله سزا به ووینې، هماغه ؤ چې اته صفحې اخبار یې چاپ کړ، د منځ په څلور صفحو کې مبارکېانې وې خو صفحې شماره نه درلوده او صرف اته اخبارونه یې هماغه دفترونو ته چې خطر ترې حس کېده، ورولېږل د نورو اخبارونو یې د منځ صفحې لرې او بیا یې خرڅلاو ته ورکړل، په عمومی ډول به زر دانې اخبار خرڅ او توزیع کېده خو اضافی اخبار به کله خرڅ او کله به پرې پاتې شو.
د ګهیځ شهادت او د خلکو خبرې:
ګهیځ صاحب ته څو څو ځلی اخطارونه هم ورکړل شوی وو، بالآخره د خپل کور په حجره کې د روسیی سفارت څخه په جیپ کې څوک راغلل او دی یې شهید کړ.
دا موضوع له ایران څخه خپرېدونکې «کیهان» ورځپاڼې هم د روسیې سفارت د هغه جاسوس له قوله لیکلې وه چې د پخوانی شوروی د کا جی بی ادارې له خوا په نړۍ کې ترسره شوی ډېر بریدونه، وژنې او حالات یې افشاء او بالآخره یې په امریکا کې پناه واخیسته.
پدې ترڅ کې هغه مهمه خبره چې د ویلو وړ وه هغه دا وه چې ظاهر شاه له روسیې څخه دومره وېرېده چې خبره ورته ښه معلومه وه، ډزې اورېدل شوې وې، د ناحیې پولیس ګرځېدل، موټر تله او راتله هر څه یې درک کړی وو، خو نه څارنوالۍ او نه هم پولیسو، چا دا موضوع ونه څېړله.
د ګهیځ صاحب تر شهادت وروسته مولوی عبدالرب احدی او بیا عارف پیمانی د ګهیځ د اخبار چلونکی او مسؤول مدیران شول، هغوی هم ښه تمثیل وکړ او اخبار یې ښه وچلولو، همدارنګه په خپله ګهیځ صاحب د عبدالسلیم فرقانی په نامه له یوه لیکوال څخه ډېر زیات متأثره ؤ او ویل به یې چې هر ډول موضوع د سر مقالی لپاره ورکړم په ډېر ښه انداز کې یې په لږ وخت کې ولیکی، پداسی حال کې چې دفتر له خلکو ډک وی خو دی خپلې موضوع ته متوجه او په حیرانوونکی ډول بهترینه سر مقاله ولیکی؛ پر ټولو دې الله رحم وکړی.
په افغانستان کې د اسلامی فکری کتابونو کمبود:
په افغانستان کې د فکری اسلامی کتابونو ډېر کمبود وو نو زما پلار چې ډېر ابتدایی کلیوال او د څو زره افغانیو یو تاجر ؤ کله ناکله به پېښور ته تلو او ځینی شیان او ځینی د کور رختونه او ځینی دینې کتابونو به یې له هغه ځایه راوړل، د شهید ګهیځ په هدایت یې یو شمېر فکری کتابونه؛ لکه: د مولانا مودودی صاحب، «د اسلام سیاسی نظام»، «په سمر قند او بخارا کې څه تېر شول؟» او داسې ځینې نور کتابونه یې چې په پښتو ژبه ژباړل شوی وو ورسره راوړل.
همدارنګه ځینی کتابونه به ګهیځ صاحب د چاپ لپاره هم موږ ته راکول او هلته (په پېښور کې) به مو چاپول او یو ځل یو شمېر کتابونه د پاکستان د جماعت اسلامی د مشر قاضی حسین احمد له خوا (چې هغه وخت لا د جماعت مشرۍ ته نه ؤ رسېدلی) په وړیا توګه راکړل شول او د ګهیځ صاحب په هدایت مو هر ولایت کې یو یو تن مسؤول و ټاکه او سل سل جلده دغه کتابونه مو د خرڅلاو لپاره په ډېر نازل قیمت ورکړل او د ګهیځ صاحب هدایت دا ؤ چې باید په علما وو باندې ووېشل شی آن که وړیا هم وی ترڅو علماء ویښ او بیداره شی.
مرحوم حاجی صاحب قدیر هم په جلال آباد ښار کې د کتابونو د خرڅلاو یوه غرفه درلوده او کتابچو او د مکتب کتابونو په ګډون مو د هغه وخت د دولس نیم زره افغانیو په ارزښت کتابونه د خرڅلاو لپاره ورکړل، بیا مو جنجال مولوی صاحب خالص ته هم ورسېد، مولوی صاحب خالص د شاهد غوښتنه وکړه حاجی صاحب دین محمد پرې شاهدی ورکړه، بیا حاجی صاحب مرحوم الله دې یې وبښی مولوی صاحب خالص ته ځواب راولېږه چې ښه یې راباندې دی خو نه یې ورکوم.
د شهید ګهیځ اړیکې او مېلمه پالنه:
زه د پوهنتون د دوهم ټولګی محصل وم چې د پاکستان د پېښور پوهنتون د حقوقو د پوهنځی د وروستی سمستر یو شمېر محصلین په ټور(چکر) افغانستان ته راغلی وو او په کابل هوټل کې یې ځای نیولی وو.
په دوی کې ځینې د پیپل گوند (د بوټو ګوند) ځینې یې د نشنل ګوند (د غفار خان او ولی خان ګوند)، ځینی یې آزاد او غیر سیاسی، خو ځینی یې د جمعیت طلبه (جماعت اسلامی) اړوند محصلین وو، د محمود په نامه یوه محصل چې وروسته بیا ایډو کېټ (وکیل) شو، د دوی مشری کوله. شهید منهاج الدین ګهیځ د دې لپاره چې ددې ځای د اسلامی ګوندونو اړیکی د هغه ځای له اسلامی تحریکونو سره ټینګې شی، د جمعیت طلبه محصلینو په خاطر یې ټولو ته د ډوډۍ دعوت ورکړ، ماته یې پدې میلمستیا کې مسؤولیت راکړ چې: اول باید محمود په هوټل کې خبرکړم چې سبا ورځ دوی ټول په پغمان کې زمونږ مېلمانه دی، دوهم: دوه پسونه به په پیسو اخلم او په یوه کوچنی موټر کې به یې د پغمان هغه ساحې ته رسوم چې دا میلمستیا پکې جوړېږی او هلته به د ناستی ځای جوړوم او له مېلمنو سره به مجلس کوم او عزت به یې کوم، د پخلی خدمت او هر څه د نورو په غاړه وو.
دا هغه ورځ وه چې د کابل ښار پل باغ عمومی ټول شنو بیرغونو نیولی وو، سخته لویه او عظیمه مظاهره وه او اسلامی تحریک داسې غوړېدلای ؤ چې دا سوچ هم نه کېده په دومره لږ وخت کې دې په زرهاو پیروان را ټول کړی، دا ځکه چې ملت خو مسلمان ؤ، کمونستانو صرف څو ځوانان او څو خورد ضابطان غولولی او د الله -جل جلاله- څخه یې منکر کړی وو.
حکومت هم وار خطا ؤ او پر داخله وزارت هم په غوسه ؤ چې د دې مسایلو مخه ولې نه نیسئ؟ خو دا چې اساسی قانون د پر امنه مظاهرو اجازه ورکړې وه نو د مسلمانانو ځوانانو ځوان تحریک لدې ستره ګټه پورته کوله، پدې مظاهرو کې دا ادعا هېڅوک نشی کولای چې دا یوازې مونږ وو، بلکې چا چی د زړه درد درلود په خاصه توګه حضرت صاحبانو، با فکره علماوو او عامو مسلمانانو ټولو پکی برخه درلوده.
زه هوټل ته د محمود نومی د خبرولو لپاره ورغلم چې دوی سبا ورځ په پغمان کې زمونږ مېلمانه دی، خو کله چې محمود د هوټل خولې ته راغی او سم چې ما له هغه سره خبرې پیلولې هغه پولیس چې د هوټل په خوله کې ولاړ ؤ، زه یې ونیولم او د سینمای پامېر مأموریت ته یې ورسولم او تهمت یې راپورې کړ چې مونږ جاسوس نیولی، پاکستانیانو ته یې جاسوسی کوله، زما جیب څخه یې یوه وړه کتابچه راوویسته چې په هغه کې د هغه فکری اسلامی کتابونو یادداشت ؤ چې په ولایتونو کې مو توزیع کړی وو، بې لدې چې د کتاب نوم پکې لیکل شوی وی، یادداشت مو نیولی ؤ چې په کندوز کې فلانی ته «۳۰۰» جلده او په لوګر کې فلانی ته دومره جلده کتابونه ولېږل شول.
د پولیسو په مأموریت کې:
د سمت مأمور راته وویل چې تا د دې پاکستانیانو سره څه کول؟ ماورته وویل: زمونږ د ننګرهار اوړه اکثره له پاکستانه راځی زه په یوې فقیرې کورنۍ پوری تړاو لرم له هوټل والا مې وپوښتل که څوک د لواړګی پدې ډله کې شته چې ترې وپوښتو اوړه په څو وو؟ او لاره آزاده ده او که څنګه؟ همدا خبره مو د دې پېښوری سره کوله چې تاسو ونیولم، خو وهل ډبول شروع شول، دا هغه وخت ؤ چې په ټولو دفترونو کې لین داره ټلیفونونه وو، یو لین یې زما تر لاسو او پښو راتاو کړ او کله به یې چې د ټلیفون د لاس انډل تاو کړ سخت د برق شارټونه به یې راکول، دا هم یو لوی عذاب ؤ د ماسپښین له دوه بجو تر ماسختن پورې دا وهل ډبول روان وو، ماسختن یې هلته د پولیسو یوې خونې ته داخل کړم او پولیسو ته یې وویل چې دا به تر سهاره دلته ولاړ وی، ناستې او خوب ته به یې نه پرېږدئ او پام چې پاس کړکۍ ته هم ونه خیژی چې ټوپ ونه وهی، ځکه لاندې ځای ډېر ژور او د مرګ پر خطر سربېره هلته د تشناب کثافت هم دی. زه دلته یو ساعت ولاړ وم پداسې حال کې چې زما پښو له کوچنیوالی نه هم درد درلود، خو الله -جل جلاله- ته مې ځان وسپاره، تر یوه ساعت ودرېدو وروسته مې عسکرو ته وویل چې شپه لویه ده او ما د مازدیګر، ماښام او ماسخوتن لمونځ ندی کړی، که اودس ته مې پریږدئ چې اودس او لمونځ وکړم، عسکر راته وویل: عجب مظاهرې هم کوې او لمونځونه هم؛ بیا یې پوښتنه وکړه، ته خو به د شنو بیرغونو والا نه یې؟ ما وویل هو! یم، دې سره سمد لاسه عسکرو راته وویل چې په دې کټ کښینه، دوی خوارانو په یخو اوبو اودس کړی وو خو ماته یې له هوټل نه د اوداسه ګرمې اوبه راوړې او بیا مې چې لمونځ شروع کړ، څرنګه چې ما آرام لمونځ کولو، د هغوی په ذهن کې راغلل چې زه د ودرېدولو له وېرې لمونځ اوږدوم، نو ځکه یې راباندې غږ وکړ چې عادی لمونځ دې وکړه، موږ دې تر سهاره نه ودروو.
دوی په خپلو کې پس پس شروع کړ پداسې حال کې چې د یوه عسکر معاش سل افغانۍ ؤ او دوی د خپلې قروانې ډېره خرابه ډوډۍ خوړلې وه، خو زما لپاره یې په خپلو کې سره پیسې ټولې کړې او د پسه د غوښې چاینکی یې راته راوغوښته، ډوډۍ یې ماته کړه او بیا یې وویل: خوره دا غوښه خلاصه کړه خو زما کله تېرېده
کله چې شپه شوه همدې عسکر راته وویل چې ته به له خپلو بوټانو سره دلته آرام وید ه شې، خو د شپې له خوا لس دولس ځلې ګزمه راځی، کله چې ګزمه راغله، مونږ به تا د ور تر خلاصیدو وړاندې وېښوو، خو ته به هغوی ته مخامخ نه ګورې، ځکه چې له خوبه د نوی وېښ شوی کس سترګې معلومې وی، ځکه نو به ته لاندې ګورې او له پا څېدو سره سم به په خپل ځای کې ودرېږې، خو د الله رحم دومره زیات ؤ چې پدې شپه، ټوله شپه هېڅوک رانه غلل او نه چا دروازه ټک ټک کړه، څرنګه چې وهل شوی او ټکول شوی وم خوب هم سم نه راتلو، خو بیا هم آرام ویده شوم.
د سهار تحقیق:
کله چې سهار شو تر لمانځه وروسته یې د تحقیق مېز ته کښېنولم، د میز یوې خوا د سمت مأمور او معاون یې او بل لور ته زه کښېناستم، پوښتنې یې شروع کړې: د کوم ځای یې؟ څه کار کوې؟ ولې دې له خارجیانو سره اړیکې نیولې؟
په داسې حال کې چې زما د موضوع په اړه چې ګواکې پاکستانی جاسوس یې نیولی، وزارت ته خبر ورکړل شوی ؤ او وزیر په ټولو مأموریتونو په قهر ؤ چې یوازې د جاده میوند پولیس فعال او نور غیر فعال دی، ځکه نو د کابل ښار د پولیسو د ټولو مأموریتونو (اوسنیو امنیتی حوزو) د پولیسو مأمورین زما د لیدلو او د تحقیق کتلو لپاره راغلی وو، په اتاق کې چوکۍ کمې وې او افسران ډېر، ځکه نو افسران ولاړ وو او یو شمېر هغه کړکیو ته چې بازار ته یې مخ وو هم ولاړ وو، د مکتبونو د شروع کېدو وخت نژدې شو، هلکان او نجونې په رنګ رنګ لباس کې له کورونو نه راوتل. د پولیسو افسرانو چې اکثره یې فاسقان او فاجران وو د پاس کړکیو څخه کوڅې څارلې او یو بل ته یې ویل: «اینک ایمی دخترک خیلی زیبا است، و اینه همین دیګرش ببین» پدې وخت کې کومه شیعه ګڼه پیغلې انجلۍ چې غنبوری کافی سره کړی وو را څرګنده شوه؛ یوه غږ کړ چې «به خدا ما هتابش برآمد» د پولیسو ټول افسران حتی هغه کسان چې زما څخه یې تحقیق کولو هم له کړکۍ څخه د بیرون په سیل بوخت وو، د لږ ځنډ لپاره یې هر څه په خپل ځای پرېښودل .
غیر طبیعی خوراک:
په مېز زما د جیب کتابچه اېښی وه چې په خپل نوبت راڅخه پوښتل کېدل چې دا څوک دی؟ او څه دې پرې توزیع کړی دی؟ ما له ځان سره فکر وکړ چې له ما سره بل هېڅ داسې ثبوت ندی نیول شوی چې زه پرې د دوی په ګومان مجرم وګڼل شم، یوازې په همدغه کتابچه کې وړې لس یا دولس پاڼې دی (چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دینی او فکری کتابونو د توزیع لست پکې لیکل شوی ؤ)، د پولیسو افسران او سپاهیان د بیرون په تماشا بوخت وو چې ما کتابچه راواخیستله او دا پاڼې مې ترې وشکولې او میده میده مې کړې، له ځان سره مې سوچ وکړ چې که دلته ترې پاڼې ګوزار کړم امکان لری، دا پارچی راټولې کړی او د دوی په وړاندې زما جرم نور هم زیات شی، هماغه وو چې له کتابچې شلولې پاڼې مې خولې ته د تېرولو په خاطر واچولې، څه خو تېرې شوې او څه نورې مې لا په خوله کې پاتې وې چې د پولیسو افسران د کوڅې له سیل نه بېرته را وګرځېدل، دا چې ما د غیر طبیعی شی خوراک شروع کړی ؤ او کاغذ نه تېرېدل، نو له سترګو مې اوښکې را روانې شوې، پولیسو راته ویل ولې ژاړې؟ ما ویل سخت تږی یم.
د پولیسو مأمور راته ویل چې دا ډېره بې غیرته چوکۍ ده پرون پرې یو جنرال ناست ؤ یو منګی اوبه وڅکلی تاته به یو ګیلاس اوبه ژر راوړو هماغه ؤ چې یوه عادی پولیس یو ګیلاس اوبه راوړې او کاغذونه مې ورسره تېرکړل او الحمد الله تر ننه له هغې نه د هېڅ نوع تکلیف احساس نه لرم، د اوبو تر څښلو وروسته دوی بیا په تحقیق شروع وکړه، ځکه موضوع یې وزارت ته ډېره غټه معرفی کړې وه، د کورنیو چارو وزارت جنایی آمر له څلور موټره پولیسو سره راغی او کله چې پاس مأموریت ته راوخوت نو اتاق له پولیسو ډک وو، د مأمویت په پولیسو یې غږ وکړ: هله جاسوس مو څه کړ؟ د مأموریت پولیسو ځواب ورکړ چې دغه دی، دلته دی…
د داخلې وزارت جنایی آمر زما په لیدو وویل چې: «دا خو مو یو وړوکی ماشوم نیولی… دا په څه کې دی!» بیا یی له ما پوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل چې د حصار شاهی، نو یې وویل وطنداره زه د چهاردهی یم نو وطنداران یو، زه دې خوشې کوم خو سم حال به راته وایې، ما د اوړو خبره تکرار کړه، یو بل تن یې وویل تا سره خو یې اسناد نیولی ولې انکار کوې؟ سمه خبره کوه، هغه ته مې وویل هېڅ شی نشته، په وهلو او برقی شارټونو یې مړ او بې خوبه کړی یم.
د جنایی آمر مأمورینو ته وویل چې کتابچه مې ورته ورکړی، زما کتابچه یې ورته ورکړه کله یې چې ولټوله هېڅ شی یې پکی پیدا نکړل، نو یې د پولیسو مأمور ته وویل چې اسناد چېرته دی؟ مامور رامنډه کړه چې هغه پاڼې ورته وښایی، خو اوس په کتابچه کې هغه پاڼې هېڅ نه وې، نو معاون ته یې اشاره وکړه چې هغه چېرې وې؟ هغه هم چې ولټولې څه یې پیدا نکړل، نو د وزارت جنایی آمر د دې نورو مأموریتونو پولیسو ته سخت خجله شو چې هېڅ ثبوت نشته او مونږ تهدید شوی یو، نو راپا څېد اول یې دا مأمور څملاوه او بیا یې د ده معاون او هغه نشانونه چې په جیبو یې لګولی وو، ټول یې پرې وشکول او بیا یې ورته وویل چې کله پیسې او رشوتونه اخلئ نو بیا ولې وزارت خبروئ؟ تر دې وروسته یې بیا ماته مخ کړ ویې ویل: آفرین پیسې ورکوه او څو نورې بې ادبه کنځلې یې خپلو مأمورینو ته وکړې!
کله چې د نورو مأموریتونو مأمورینو د داخلې وزارت د جنایی آمر دا حالت ولید له بلې کوټې نه یې په تیښته شروع وکړه او یو یو ووتلو.
له وزیر صیب سره اړیکه:
جنایی آمر بیا په ټېلیفون کې له وزیر سره تماس ونیو او هغه ته یې وویل چې هېڅ سند نشته او دا هلک هم کوچنی دی، زه یې درولم چې ته یې له نږدې وګورې.
په ګډه لاندې راښکته شوو، ده یو ښکلی جیپ موټر درلود، د موټر چلونکی په شمول یې ټول کسان حتی باډی ګارډان هم ترې ښکته کړل او په خپله یې موټر چلول شروع کړل، زه یې چپ لاس ته کېښنولم او بیا یې وویل چې ګوره ځان ګوزار نه کړې، شاته څلور موټره پولس را پسې را روان دی، هېچ چېرې هم خلاصیدای نشی، خو دا راته ووایه چې دا پاڼې دې څه کړې؟ سم حال راته ووایه… ماورته وویل: حال خو دغه وو چې تا ولید! بیا یې وویل چې ته خو حال نه وایې، زه به یې درته ووایم، له جیب نه یې یاد داشت راووېست چې پکې د هغه نومونو نه علاوه چې زما په کتابچه کې وو د کتابونو نومونه او اندازه هم وو، زه سخت ووېرېدم او ورته ومې ویل چې دا دې له کومه کړل؟ ده ویل چې د شپې یې ماته له کتابچی څخه معلومات راکول او ما لیکل، دا یو مې د کاکا زوی دی، شپه په شپه مې خبر ورکړ چې کتابونه له کوره وباسه ممکن کور دې تلاشی شی، هغه بیا راته د کتابونو د نومونو یاد داشت راکړ، اوس دې وزیر ته بیایم، همدا د اوړو خبره دې ټینګه کړه او هغه ته هم همداسې ووایه.
داسې ښکاریده چې دا د جنایی آمر پټ سخت مسلمان او د اسلامی تحریکو نو خیرخواه ؤ، کله چې د وزیر دفتر ته ورسیدو زه یې د دروازې په خوله کې ودرولم او په ډېر احترام وزیر ته وروړاندې شو، جریان یې ورته وویلو، هغه ورته وویل چې د سینمای پامېر د پولیس آمر به دې و هلی وای، جنایی آمر ورته وویل چې دواړه می د نورو آمرینو په مخ کی سخت وډبول او زما په اړه یې په ډېر ادب مثبت نظر ورکړ، وزیر د وردګو ؤ، چې کله یې زه ولیدلم راته ویې ویل: «ستا دې خدای بیخ وباسی، تا په دې وړوکوالی کې جاسوسی شروع کړې…؟» ما ورته د اوړو جریان وویل، دا په جیپ کې جنایی آمر په موټر کې را ښودلی ؤ، کله چې د وزیر څخه بېرون ته راوتلو نو بېرته یې هماغه پخوانی ماموریت ته چې زه یې نیولم ودرولم یو تعهد یې راڅخه واخیست او مرخص یې کړم.
هغه ټکی چې له دې جریان څخه تر لاسه کېږی:
۱- دا ملت یو مسلمان ملت دی، عسکر، پولیس، ملک، قومی مشران، مأمورین او په عام ولس کې ډېر با احساسه او په اسلام مین خلک وو او شته چې که موږ د ځان په هکله د سوچه اسلام دعوه کوو چې یوازې موږ او زمونږ ډله ښه مسلمانان دی، د قیامت په ورځ به له سخت مشکل سره بیا مخ یو.
۲- په یوه نظم کې کار کول خو چې ناظم او شورا پکې هوښیار وی، د اسلامی دعوت لپاره ډېر ګټور دی، ګهیځ صاحب زما له نیول کېدو سره سم له پېښې باخبره او لاس په کار شوی ؤ، حتی د وزارت جنایی آمر چې پر ما کوم شفقت څرګند کړ زه ورته اوس هم دعا کوم دا د نظم برکت ؤ.
۳- که یو تحریک او کارکوونکی یې د زړه له کومی د اسلام سره په محبت کار کوی، د الله -جل جلاله- مرسته هر وخت هرمرو را رسیدونکې ده خو ساده مسلمان بیا د ګټی په عوض تاوان اړوی.
۴- پدی لاره کې به مشکلات راځی خو د الله پاک څخه به د تحمل او بردبارۍ غوښتنه کوو چې توفیق یې راکړی او عوض به یې یوازې له الله څخه غواړو، مخلوق هېڅ نه شی کولای او مخلوق خپلې ګټې له نورو مهمې ګڼی.
په هغه وخت کې د کابل پوهنتون وضعیت:
مونږ په ۱۳۴۶لمریز کال کې په پوهنتون کې شامل شوو، پدې وخت کې مسلمانان تر ډېره بریده غیر منظم او نورې ټولې غیر اسلامی ډلې منظمې وې، کمونیستانو، افغان ملتیانو، ستمیانو او هرې یوې ډلې به د تعلیمی کال په پیل کې د ځوانانو د جلب او جذب ډېره هڅه کوله او دا چې د اطرافو او کلیو خلک لدې کبله چې په درسونو کې به یې د ښارونو د هلکانو په نسبت ډېر زیارونه ګاللی وو، ډېر به کامیابېدل، خو دا چې د هر ډول تمدنی ناستې ولاړې، حتی د تشنابونو له استعمال سره به هم نا اشنا وو، هرڅه به ورته د تعجب او حیرانتیا وړ ښکاره کېدل، کمونیستانو به هسی یو شی بهانه کړل او په هغه به یې مظاهرات شروع کړل مثلاً: هره ورځ به د ۱۶۰ یا ۱۸۰ حلال شویو پسونو غوښې د پوهنتون لیلې ته راتللې، د لیلی مؤظفینو به ترې ۴۰ یا ۵۰ پسونه د دې لپاره چې سبا ورځ غوښه د غرمی ډوډۍ ته نه رسېږی، ذخیره کول او د سبا ورځې غرمې ډوډۍ کې به یې محصلینو ته ورکول، خو یوه کمونیست محصل په لاندې زیر زمېنی اتاقونو کې دا پسان ولیدل او سترې مظاهرې یې جوړې کړې، چې د پوهنتون رییس خاین دی او پسونه یې یخچالونو کې د غلا لپاره ساتلی دی، بیا خو که به چا هم د دې موضوع حقیقت څرګند کړ، نو تر کوتکونو لاندې به یې ونیولو چې له خاینینو څخه دفاع کوی.
یو ځای به خلقیان، بل ځای پرچمیان، بل ځای شعله یان (ماؤیستان)، بل ځای ستمیان، بل ځای به افغان ملتیان ولاړ وو، د کلیو بانډو څخه راغلی اطرافی ځوانانو به کله یوې ډلې ته ودرېدل کله بلې ډلې ته او د ډلو نطاقونو به بیا د پسانو د غلا موضوع بالکل نه یادوله، بلکې شروع به یې کړې وه چې په نړۍ کې دوه سیاسی، بلاکونه دی یو کپټالیزم او بل کمونیزم دی؛ د کمونیزم مفکوره په الحاد کفر د الله -جل جلاله- څخه په انکار ولاړه وه او کپټالیزم د یوه فرد څخه به دفاع که ټولنه تباه کېږی هم خو د فرد حمایت به کوی حکومت هم هک حیران پاتې ؤ نه یې خلقیانو او کمونیستانو ته د روس او چین د وېرې څه ویلی شول او نه یې کپیټالیزم پرېښودلی شو، چې څه مادی امتیازات ورکوی «ای کاش! چې ظاهرشاه پدې خبر وی چې هر افغان یې زمری دی» او افغانستان د زمرو ټاټوبی او ګلستان دی نو بیا به د هېچا هم نه وېرېده او میدان ته به وتلی وی خو نهایت زیات جبون او بزدله انسان ؤ یوازې مسلمانان یې ټکول.
د ګهیځ تر شهادت وروسته د جریدې سرنوشت:
د منهاج الدین ګهیځ صاحب د شهادت وروسته مولوی صاحب عبدالرب احدی مرحوم د ګهیځ اخبار امتیاز واخیست او عارف پیمانی یې مسؤول مدیر وټاکل شو.
یوه ورځ راته مرحوم عبدالرحیم نیازی صاحب وویل چې پیمانی خو ډېر مزخرف انسان دی، ما وویل په څه او ولې؟ ویل یې کله چی موسی شفیق (د هغه وخت صدراعظم) له خارجه راځی، نور ټول خلک ورته یو لاس ورکوی خو پیمانی ورته دواړه لاسونه ورکوی، نو ما ورته وویل: «زه خبر نه یم خو پوښتنه به وکړم چې دا څه خبره ده…»، ما بیا دا خبره پیمانی ته نقل کړه، خو تر هغه وړاندې چې زه د پیمانی صاحب ځواب دلته را نقل کړم، وایم چې دا د مسلمانانو ناپوهی ده چې د دوی ترمنځ تفاهم، تساند او همکاری نشته.
نیازی صاحب د موسی شفیق اسلامی شخصیت نه ؤ پېژندلی، خو صرف همدا چې په حکومت کې یې کار کولو نو باید ټکول شوی وای او سخت ګنهګار ګڼل کېده.
په هر صورت کله چې ما پیمانی صاحب ته دا موضوع یاده کړه، هغه وخندل او بیا یې وویل: «زمونږ وروڼو ته دې الله پاک هدایت په نصیب کړی دا جریان داسی ؤ چې: تقریبا تر څلویښت پنځوس زیاد د اخبارونو مدیران او عادی ژورنالیستان به په خبری کانفرانسو کې سره یو ځای کېدل، موسی شفیق یو ځل خبری کانفرانس درلود، دا چې زه د پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی په دوهم صنف کې د ګهیځ اخبار مدیر شوم او نوې مې د ژورنالیزم الف و با لور ته قدم ایښی ؤ، بل خوا زه ملا او د پګړۍ او دستار خاوند وم او دې لپاره چې د نورو ږیرې خریلی وې، وېرېدم چې د خلق او پرچم اسلام دښمنه څېرو له تمسخر سره مخ نشم نو ځکه به وروسته کښیناستم، د شفیق صاحب عادت ؤ چې تر کانفرانس وروسته به یې د خبریالانو د پوښتنو ځوابولو ته موقع ورکوله، خو دا چې د علم، پوهې او تجربو ستر غر ؤ، تر کانفرانس وروسته به یې شاه ته تکیه وکړه، کمونیستی حلقو به خپلو کې پتېلې وه چې دغه، دغه مسایل به ترې پوښتنه کوو ترڅو ریشخند او تر تأثیر لاندې راشی، نو کمونیستی حلقو او ژونالیستانو په بد نیت سوالونه شروع کړل، کله چې د شفیق صاحب له علمیت او پوهې سره مخ شول او هغه ترې په سوالو کې پوښتنې شروع کړې چې له دغه سوال څخه مو مطلب څه دی؟ لږ وضاخت ورکړه! سوال کې به یې ترې سوالونه شروع کړل!
څرنګه چې هغوی له تمسخر پرته په څه نه پوهېدل د خپلو ملګرو او ناستو ژورنالیستانو له خوا به د خندا وړ وګرځېدل او بیا به دې چې د فیل زړه هم ورکړ نو د پوښتنې جرأت به یې له لاسه ورکړی وو او که بیا به یې هم پوښتنه کوله نو موضوع به ترې ګډه وډه شوه او درست افهام او تفهیم به یې نه شو کولای.
لکه مې چې یادونه وکړه زه به پګړۍ پر سر شاته ناست وم، که څه هم شفیق صاحب ښه پېژندلم خو بیا یې هم یوه ورځ راڅخه وپوښتل چې مولانا صاحب! ته د کوم اخبار مدیر یې؟ ما ورته وویل د «ګهیځ»؛ نو راته وې ویل هغه اخبار چې د نړۍ په سطحه نشرات او لیکنی لری او ته شاته کښېنې؟ ته خو لوی عالم یې راپاڅه، ستا ځای د ټولو تر مخ دی، لدې سره یې یو بل څوک له مخکې صف نه پاڅاوه او زه یې هلته کښېنولم او راته یې وویل تر دې وروسته ستا ځای او مقام دا دی!
د پیمانی پوښتنه او د موسی شفیق تبصره:
زه هغه وخت لا د شاګردۍ په دوران کې وم، یوه ورځ موسی شفیق د کانفرانس په آخر کې چې سوالونه او ځوابونه شروع وو، را پاڅولم او راته یې وویل مولانا صاحب ته خو هم یو څه ووایه، ته خو لوی عالم یې! ما په زړه کې جمع او تفریق شروع کړ چې خدایه څه ووایم خو بس جرأت مې وکړ او له خولې مې یو څه وویستل، دی د خپل پخوانی عادت سره سم په کوچ کې پروت او د ژورنالیستانو سوالونه به یې ځوابول، زما د پوښتنې په مقابل کې په ډېر ادب او احترام راپاڅېد او سم درست کښیناست، بیا یې وویل: ګورئ د عالم سړی پوښتنه هم عالمانه وی او بیا یې راته وویل: مولانا صاحب دا ستا سوال داسې دی کنه! ما وویل: هو! صاحب همداسې دی، پدې توګه یې اول راته سوال جوړ او د سوال جوړولو طریقه یې په ضمنی توګه راوښوده، بیا یې ویل مولانا صاحب د علمی پوښتنی ځواب هم سړی ته ډېر خوند ورکوی.
مولانا صاحب دا سوال درې برخې لری یو ستا د سوال څخه داسې مفهوم ترلاسه کېږی او دوهم دا او درېیم دا، او د هر یوه ځواب دا دی، بیا یې زیاته کړه نو اوس چې کوم ځواب دې مطلب وی هغه ترې واخله.
د موسی شفیق دې کار زما دا جرأت دومره لوړ کړ چې بیا به مې تل په هره موضوع کې ترې پوښتنې کولې او ټولو مخالفو افکارو والاو به هم ماته سوالونه راکول چې داسې یو سوال ورسره مطرح کړه، ځکه دوی د علم په مقابل کې جرأت له لاسه ورکړی وو او چې د خوراک موقع به راغله نو هم ټولو ژورنالستانو به ویل چې مولانا صاحب ته تر مخ شه او خوراک په اول صف کې به یې زه کېښنولم.یوه ورځ چې شفیق صاحب کله له کانفرانس او پوښتنو او ځوابونو فارغ شو نو یې وویل ځئ نور ټول ځئ او یوازې مولانا صاحب به پاتې شی، بیا یې ماته وویل: خلک زما په هکله څه وایی؟
بیا یې زیاته کړه چې په سهار کې روان فرهادی د قرآنکریم په تفسیر او ترجمه کې چې څه یې زړه غواړی اجازه مې ورکړې، په راډیو کې مې د سهار له خوا د قرآنکریم تلاوت ته اجازه ورکړې، شهر غلغله او د عیسویانو کلیسا چې په پټه یې جوړه کړې وه، هغه مې وران کړل، په بسونو کې مې د نرانو او ښځو د ناستې ځایونه بېل کړل او داسی نور ………..
ما ورته وویل چې که دا کارونه دې د الله -جل جلاله- د رضا لپاره کړی وی بیا یې د الله نه اجر غواړه ملت کې د احساس والا خلک کم دی.
خو دا چې د ظاهرشاه حکومت په نسبی توګه یو منظم حکومت ؤ او د دې لپاره چې د خپل شاهی سلطنت قانونی بودن نړیوالو ته ښه څرګند کړی، نو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر موسی شفیق یې خارج ته په سفر لېږلی ؤ، کله چې موسی شفیق له بهرنی سفر بېرته را وګرځید په خپله د ظاهرشاه څخه پرته د ده ټوله کورنۍ، په افغانستان کې بهرنی سفیران، کور ډیپلوماتیک، د وزارتونو عمده مسؤولین، مخور، د وسله والو ځواکونو مشران، علماء، ژورنالیستان او داسې نور ټول یې مخې ته ورغلی وو، شفیق صاحب کله چې له الوتکې ښکته کېږی نو ټولو حتی د ظاهرشاه ټولو زامنو ته یو یو لاس ورکوی او د قطارونو له مخې تېریږی، پدې منځ کې مولوی صاحب عارف پیمانی یې هم ستړی مشی ته ورغلی ؤ، دی وایی چې تر ده وړاندې درې تنه د ستړی مشی لاپاتې وو او هغوی ته یې هم یو یو لاس ورکولو چې پر مایې غږ وکړو مولانا صاحب ته ولې راغلی یې؟ بیا به دفتر ته راغلی وې! او بیا کله چې ماته را ورسېد دواړه لاسونه یې را اوږده کړل.
پیمانی صاحب وویل چې ددې صحنې ویډیو شته او په سینما ګانو کې هم ښکاروی چې په دا ټولو قطارونو کې هغه یوازې ماته دواړه لاسونه را اوږده کړل، نو زه ولې دومره لوده او مغرور شم چې د هغه مینه په لغته ووهم او یو لاس ورکړم؟
پیمانی صاحب ماته وویل چې عبدالرحیم نیازی صاحب ته د هغه سلام ورسوم او بیا ورته ووایم چې په دومره وړو وړو موضوعاتو پسې مه ګرځئ او د خپلو وروڼو هر عمل ته په نېک نظر وګورئ، له سهوو او خطاګانو څخه تېرېږئ او عفوه ورته کوئ.» په افغانستان کې۹۰ فیصده خلک اخوانیان دی او یا د اخوانیانو د ویناو تر تأثیر لاندې راغلی دی خو متأسفانه چې نه یو لاس کېږی او نه سره متحد کېږی او بیا متأسفانه چې [قولا زورا] څخه کار اخلی یو د بل نا حق غیبت کوی.
الله تعالی دې پر ټولو مسلمانانو رحم وکړی او د اسلامی ویښتابه په اړه یې چې څه کړی هغه دې په خپل دربار کې قبول او منظور کړی.
په افغانستان کې د تل پاتې اسلامی ویښتابه په هیله
[1]– ښاغلی میر آقا فاروق د سید امیر زوی، د شهید منهاج الدین ګهیځ تر
مشرۍ لاندې د ګهیځ درنې جریدې لیکوال، شاعر او د کابل د زاړه ښار
دویمې ناحیې اوسېدونکی. ( انجنیر صلاح الدین فاروقی د نوموړی لمسی)
گهیځ
د ژورنالیزم په ډګر کې د ټولنیزې ویشتوبې موضوع خورا مهمه ده، چې د ژورنالیستانو لپاره د معلوماتو خپرولو او اغېزمنتیا پراخولو کې ګټوره ده.تفضل بزیارتناجامعه تیلکوم جاکرتا