معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د لبنیاتو تولید کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

افغانستان د لبنیاتو تولید کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ویلي، افغانستان د لبنیاتو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې درشل ته رسېدلی او هڅه کیږي، چې د صنعت د پیاوړتیا له لارې د لبنیاتو واردات راکم شي.

مستعین زیاتوي، چې دا مهال په هېواد کې یو شمېر لوی او منځني لبنیاتي شرکتونه فعالیت لري، چې پنځه یې په وروستیو دریو کلونو کې رامنځته شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کرنې وزارت هڅه کوي، څو د لبنیاتو تولید ته لا پراختیا ورکړي او د کورني تولید له زیاتوالي سره د هېواد اقتصادي ودې ته هم وده ورکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس