ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) د اردن د فوټبال له ۲۳ کلنو لوبغاړو لوبډلې سره د افغانستان د فوتبال د ملي ټیم دوستانه لوبه پرون د شخړې له امله لغوه شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف رسنیو ته ویلي، دغه لوبه په ۸۰مه دقیقه کې لغوه شوه.
هغه دا ونه ویل چې شخړه پر څه وه.
د جنجال پر مهال لوبه یو د صفر په مقابل کې د اردن په ګټه روانه وه.