کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت سرپرست والي په امر د بلخ د علماوو شورا د رییس په مشرۍ یوه نهه کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې غونډه کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ دې غونډه کې د مشترک بازار، ټرانزیټي وسایطو ته د اجازې ورکولو، د مشترک بازار روغتون ته په پېژندپاڼه د بېړنیو ناروغانو وړلو اجازې او د ویزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوي.
لیدنه کې د یادو او نورو ورته مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/