معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د درملو تولید برخه کې یو شمېر هېوادونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د درملو تولید برخه کې یو شمېر هېوادونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې،هالنډ ته د خپل سفر جزئات له رسنیو سره شریک کړل.
نوموړي هالنډ ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وبله او زیاته یې کړه، چې د سیمه ییزو تولیداتو دوهم کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او د لویو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې یاد کنفرانس او د کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو د لویو شرکتونو له استازو سره د جلا – جلا کتنو پرمهال هېواد کې روان وضعیت، سراسري امینت، بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیايي برخه کې پرمختګونه او رامنځته شوې آسانتیاوې بیان کړي او له هغوی څخه یې افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې.
د هغه په وینا، د کنفرانس یو شمېر ګډونوالو او د خصوصي سکټور د ځینو لویو شرکتونو استازو لېوالتیا ښودلې، چې افغانستان ته سفر کوي او د درملو او طبي محصولاتو په برخه کې به پانګونه وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس