کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسوشيټیډ پرېس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او لویدیځ ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی.
د راپور له مخې پوتین د اټومي وسلو د تمرینونو امر په داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې اوکراین له ناټو غوښتي، څو د روسیې په خاوره کې د اټومي وسلو کارونې ته اجازه ورکړي.
پوتین ټینګار کړی چې په دې تمرینونو کې به د اټومي وړتیا لرونکو بالستیک او کروز توغندي توغول شامل وي.
د روسیې ولسمشر په وار وار خبرداری ورکړی، چې د لویدیځ لخوا د اوکراین ملاتړ او ګواښونو له زیاتېدو سره به د اټومي وسلو پر کارولو غور وکړي.
پوتین تېره میاشت امریکا ته په اشارې ویلي وو، چې له اوکراین څخه ملاتړ به مسکو د ناټو پر وړاندې ودروي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/