معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سعودي عربستان د ټرمپ او پوتین احتمالي غونډې کوربتوب ته چمتووالی وښود

سعودي عربستان د ټرمپ او پوتین احتمالي غونډې کوربتوب ته چمتووالی وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سعودي عربستان اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالي غونډې کوربتوب ته تیار دی.

یاده غونډه د اوکراین د سولې د مسلې د حل لپاره ترسره کېدونکې ده.

د چهارشنبې په ورځ ټرمپ له پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د دې ناستې وړاندیز مطرح کړی او خبریالانو ته یې ویلي، چې لومړی ملاقات یې ښايي په سعودي عربستان کې وشي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، ریاض د دې غونډې د کوربتوب هرکلی کوي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس