ګهیځ: نن پنجشنبه (د سلواغېو ۲۸مه) قطر ژمنه کړې چې د خپل هېواد په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره به افغان زده کړیالانو ته سکالرشیپونه ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قطر د ښوونیزو چارو استازي له امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د ښوونیزو وړتیاو د لوړولو لپاره به افغان زده کړیالانو ته بورسونه ورکړي.
دا نه دي ویل شوي چې قطر به څومره افغان محصلانو ته سکالرشیپ ورکړي.