کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج لپاره د پچې اچونې بهیر په ټول هېواد کې بشپړ شو.
یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د حج لپاره د نوم لیکنې بهیر څه موده وړاندې پیل شوی و او پرون د پچې اچونې بهیر د وزارت د چارواکو او د حج غوښتونکو په حضور کې ترسره شو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د پچې اچونې په مراسمو کې ویلي، سږ کال د حج لپاره له ۱۰۵ زرو زیات کسانو نوملیکنه کړې ده.
د وزارت مسوولینو ټینګار کړی، چې د پچې اچونې بهیر په شفاف ډول ترسره شوی او یوازې ټاکل شوي کسان به د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج سفر ته ولېږل شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/