د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانانو سره د سره صلیب د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
پخواني ولسمشر کرزي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال مشر ډومینیک سټل هارټ سره وکتل. هارټ سره په دغې کتنه کې مل پلاوی هم ور سره و.
د کرزي او هارټ لخوا په دغې لیدنه کې له افغانانو سره د سره صلیب لخوا د مرستو په اړه بحث وشو.
ښاغلي کرزي له سټل هارټ څخه وغوښتل چې، سور صلیب دې له افغانانو سره خپلې مرستې وغځوي.