کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۳ مه نېټه)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انطاليا په څلورم ډیپلوماتیک غونډه کې وویل چې اسراییل په غزه کې ښکاره نسلکشي او دولتي تروریزم ترسره کوي او پر دغو جنایتونو چوپ پاتې کېدل د هغو سره شراکت ګڼل کېږي.
اردوغان وویل: «اسراییل له یو نیم کال راهیسې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو له پامه غورځولو سره، په غزه کې نسلکشي کوي. د دغو وحشتونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، له جنایتکارانو سره ملګرتیا ده.»
هغه زیاته کړه چې د اسراییلي ظلم پر وړاندې درېدل یوازې انساني وظیفه نه ده، بلکې نړیوال مسؤولیت دی. «په غزه کې باید د وینې توییدو مخه ونیول شي او د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ باید د نړیوالې ټولنې او د امنیت شورا لومړیتوب وي.»
اردوغان خبرداری ورکړ چې تر هغو چې د اسراییلو یرغلګر سیاستونه او پر ولسي وګړو بریدونه روان وي، دایمي سولې ته رسیدل ناشوني دي.
هغه وویل: «موږ یوازې د دې سیمې اوسېدونکي نه یو، بلکې اصلي خاوندان یې یو. ترکیه له زر کلونو راهیسې دلته ده او د تمدن میراث ته په درناوي سره، د سولې، ثبات او هوساینې غوښتونکې ده.»
هغه د نړیوال نظام پر ناتوانۍ نیوکه وکړه چې د تروریزم، فقر، نژادپرستۍ، اقلیمي بدلونونو او کډوالۍ په څېر نړیوالو بحرانونو سره مقابله نشي کولی.
په پای کې اردوغان وویل چې ترکیه هڅه کوي د خپلې تاریخي تجربې او فرهنګي ژورتیا په مټ، د سولې، همغږۍ او ګډ ژوند پیغام نړۍ ته ورسوي، او د اوکراین، سوډان، لیبیا او سومالیا په څېر هیوادونو کې د سولې بهیرونو کې فعاله ونډه لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/