معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دوهمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته ۱ـ۴ ماته وخوړه.

دغه سیالي د افغانستان پر وخت نن سهار څلور بجې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمايي دوه صفر د برازیل په ګټه پای‌ ته ورسېده او په دوهمه نیمايي کې افغانستان دوه نور ګولونه وخوړل، خو د لوبې په وروستیو ثانیو کې امید قنبري یو ګول جبران کړ او لوبه ۴ـ۱ پای‌ ته ورسېده.

د افغانستان فوټسال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ لوبډلې ته ۵ پر ۴ ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې د افغانستان لوبډله نن مازیګر خپله درېیمه لوبه کې ایران سره مخ شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس