معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د تورم کچه لوړېږي او بشري بحران مخ په زیاتېدو دی

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د تورم کچه لوړېږي او بشري بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۶ مه نېټه)

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایي چې په افغانستان کې د تورم کچه مخ په لوړېدو ده او له پاکستان څخه راایستل شوي ډېری کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

WFP  وایي چې د امریکا لخوا د بشري مرستو ځنډ او د خوراکي توکو مرستو کمښت د هغو خلکو لپاره چې د بهرنیو مرستو پر بنسټ ژوند کوي، جدي خطرونه رامنځته کړي دي.

راپور زیاتوي چې پاکستان او ایران له اسنادو پرته د افغان مهاجرینو د اخراج هڅې ډېرې کړې، او له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه له ۲.۷ میلیونه ډېر افغانان راایستل شوي. تمه ده چې تر ۲۰۲۵ پورې دا شمېر ۱.۶ میلیونه نور ته لوړ شي.

د راستنېدونکو زیات شمېر د خوراک، سرپناه او کار غوښتنه کړې، همدا راز ډېری یې د ژوند له بنسټیزو امکاناتو بې‌برخې هم دي.

کارپوهان ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید خپلې مرستې دوامداره وساتي دغه کارپوهان وایي: “خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري؛ له خوراکه نیولې تر سرپناه او درملو پورې. که مرسته ونه شي، یو ستر بشري بحران به رامنځته شي.”

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس