کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په کوربتوب د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام “چمپینز ټرافۍ” له نیوزلینډ څخه د فاینل په ګټلو هندۍ لوبډلې دغه اتلولي په خپل نوم کړه.
دغو سیالیو کې د کوربه په توګه پاکستان يوازې څو ورځې تېرې کړې او په لومړي پړاو کې يې له خپلو دريو لوبو څخه يوه لوبه هم ونه ګټله.
پاکستان چې له هند سره د خپلې سيالۍ ترسره کولو لپاره دوبۍ ته لاړ، هلته له ماتې سره مخ شو.
په نيمه پايلوبه کې نيوزلنډ هم له خپل ګروپ څخه د پايلوبې لپاره دوبۍ ته لاړ او بالاخره هند ترې د دغو سياليو جام له دوبۍ څخه خپل کور ته يوړ.
د کرکټ لوبو د شنونکو په باور دا د کرکټ په تاريخ کې نادره پېښه ده، چې کوربه په ټولې سيالۍ کې څو ورځې تېرې کړي او له مېلمه لوبډلې سره د لوبې لپاره بل هېواد ته لاړ شي، خو د هېڅ لوبې په ګټلو بریالی نشي.
هند ۱۲ کاله وروسته یو ځل بیا د چمپینز ټرافي اتلولي وګټله، خو د پاکستان لپاره د دغو لوبو کوربتوب او اوږد انتظار هېڅ ګټه ونه کړه.
د شنونکو په خبره پاکستان نه کومه لوبه وګټله، نه یې پايلوبه په هېواد کې وشوه او تر ټولو لوی بیا دا چې رقيب “هندۍ لوبډلې” يې د پايلوبې اتلولي هم ترې خپل هېواد ته یوړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/