هغه رسنیز اخلاق چې په مراعاتولو یې ګواښونه کمېږي!
د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد
د هر مسلک او کار په هکله ځینې اخلاقي موارد او اصول شتون لري په همدې ډول د رسنیو په برخه کې هم ځینې اخلاق موارد او اصول شته چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې په خپله کاري ساحه کې په مراعاتولو اړ دي.
یا په بل عبارت رسنیز اخلاق هغو اخلاقو ته ویل کېږې، چې د رسنیو کارکوونکي یې په خپله کاري ساحه کې پرته له کوم بهرني فشار او جبر څخه په ځان تطبیقوي.
رسنۍ چې په فارسی- دري ژبه کې رسانه یا رسانه ها بلل کېږي او د انګلیسي د medium ژباړه ده، د وسیلې یا ابزار معنا لري او په عمومي توګه په دوو برخو وېشل شوې چې یو یې ډله ییزې او بل یې ټولنیزې رسنۍ دي، چې د ډله ییزو رسنیو په ډله کې راډیو، ټلویزیون، ورځپاڼه، اوونیزه او نورې ډول ډول مجلې راځي او په ټولنیزو رسنیو کې فیسبوک، ټویټر او نور… شاملیږي، د دغو ټولو ذکر شویو رسنیو اساسي دندې څلور دي او ترټولو مهمې یې سالمه اطلاع رسونه، تعلیم ورکول، د افکارو رهبري، سالمه تفریح او د حکومت پرکړنو څار بللی کېږي.
د یادو دندو د ښه ترسرکولو لپاره د اسلام مبارک دین او د رسنیو قانون ځانګړي اصول او اخلاق وضع کړي دي چې په رسنیو کې باید هغه ته جدي پاملرنه وشي او په مراعاتولو یې ټینګار وشي، ځکه ډېری ستونزې خبریالانو ته او په مشخص ډول غیر مسلکي خبریالانو ته د هغوی د خپلو تېروتنو او د ژورنالیستیکي اخلاقو څخه د سرغړونې له امله رامنځ ته کېږي.
نو په همدې اساس د رسنیزو اسلامي اخلاقو او اصولو بېلګې چې یو خبریال ته په خپله کاري ساحه کې مهم بلل کېږي او تر ډېره د دوی د ستونزو او پر وړاندې یې د ګواښونو کچه را کموي په لاندې ډول دي چې باید خبریال ورته مخکې له مخکې پاملرنه وکړي.
۱– رسنیز کارت: کله چې مونږ د یو خبریال په توګه له یوې رسنیزې ادارې څخه د راپور یا خپرونې جوړولو لپاره کاري ساحې ته وځو باید په لومړي سر کې د خپلې ادارې کارت له ځان سره ولرو، په دې سره به د خپل راپور او خبر توکي او مواد په ښه بڼه چمتو کړئ، یو شمېر خبریالان د کارت نه لرلو له امله یا خو له پولیسو سره شخړه کوي یا هم غونډو او مهمو ځایونو ته نه پرېښودل کېږي.
۲– د اجازې غوښتل: یو بل مهم څه چې خبریال یې باید ضرور په نظر کې ونیسي هغه هر ځای ته د تللو څخه مخکې له مقابل لوري د اجازې غوښتنه ده.
کله چې د مرکې لپاره غواړو د یو لوړپوړي چارواکي کور ته لاړ شو یا له یوې مهمې پېښې تصویر واخلو اړینه ده چې اړوندو چارواکو ته خپل رسنیز کارت ورښکاره کړو او اجازه وغواړو، که اجازه راکړل شوه، نو راپور چمتو کړو او که اجازه رانه کړل شوه اړینه نه ده چې د دروازې د مخې ګارډانو (ساتونکو) سره شخړه وکړو چې څنګه مونږ ته اجازه نه راکول کېږي او یا هم له مونږ سره ولې مرکه کېدونکی مرکه نه کوي.
۳– معرفت: تر اجازې مخکې په کاري ساحه کې د ځان معرفي کول هم اړین دي مثلا: زه احمد نومیږم دغه زما کارت دی او د پلانۍ رسنۍ خبریال یم غواړم د رامنځ ته شوې پېښې په اړه راپور چمتو کړم او هم یې تصویر واخلم.
۴– کلتور او شخصي حریم ته درناوی: خبریال باید د پېښې ځای ته په کتو سره مخکې له مخکې د هغه ځای په کلتور او دود باندې ځان پوه کړي او په اړه یې پوره معلومات ولري. مثلا کوم خبریال چې له ښار څخه د کلیو په لور د خپرونې یا فیچري راپور چمتو کولو لپاره ځي، د دې پر ځای چې دریشي واغوندي او ولاړشي د سیمې دعنعناتو سره سم باید ځان برابر کړي، څو کاله مخکې د بي بي سي راډیو خبریالان د یو ځانکړي راپور چمتو کولو لپاره د وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ تنګي سیمې ته -هلته چې پکې وسله وال طالبان واکمن دي- تللي وو، غوښتل یې چې د هغې سیمې په اړه یو فیچري او ځانګړی راپور جوړ کړي کړي، دوی مخکې له دې چې سیمې ته داخل شي د اوسېدونکو د کلتور او دود سره سم یې ځانونه عیار کړي وو، د سیمې د اوسیدونکو په څېر یې کالي اغوستي وو، رسنیز کارتونه ورسره او اجازه یې هم اخیستې وه، چې په دې سره یې وکولای شول خپل راپور په ښه ډول ترتیب کړي.
خبریالان باید د سیمې خلکو سره په همغه لهجه ځان پوه کړي او عامیانه خبرې وکړي د تصویر اخیستلو په وخت کې له احتیاط کار واخلي او د فلمبردارۍ اصول په پام کې ونیسي، خپل انځور اخیستونکی هم په دې پوه کړي چې داسې تصویرونه او ویډیو ثبت نه کړي چې په هغې سره د ټولنې کلتوري ارزښتونو ته ضرر ورسېږي مثلا پرته له اجازې د یوې کورنۍ د ښځو تصویرونه اخیستل او یا هم د هغو شیانو تصویر اخیستنه او په رسنیو کې خپرول چې خلک په کلتوري لحاظ ترې بده مني، ځکه پرته له اجازې د یو چا تصویر اخیستل خصوصي حریم باندې تېری او جرم ګڼل کېږي.
۵– اړین توکي چمتو کول: یو خبریال ته لازمه ده چې خپلې کاري ساحې ته د تلو څخه مخکې ټول رسنیز مواد په خپل لاسي بکس کې له ځان سره ولري لکه: ریکارډر، کمره د کمرې اضافي بیټري د کمرې او ریکارډر اړونده کېبلونه، هډفون، ټلیفون، قلم، کتابچه د زخم پټۍ، پلسټر او نور..
۶ـ ټاکلی وخت او ټاکلی ځای: کله چې یو خبریال د خپلې رسنۍ د ادارې لخوا د راپور یا خپرونې چمتو کولو لپاره یو مشخص ځای ته ولېږل شي یا د مرکه کیدونکي سره وخت او ځای وټاکي، نو باید خبریال مشخص ځای ته له ټاکلي وخت نیم ساعت مخکې ځان ورسوي تر څو په لاره کې له کومو ستونزو سره مخ نه شي او د خپرونې د چمتو کولو خنډ ونه ګرځي.
لنډه خاطره: په ۱۳۹۵ لمریز کال کې مې د خوست ملي راډیو ټلویزیون ته تولیدي راپور چمتو کولو، یوه ورځ مې غوښتل د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي کیفیت په اړه د یاد پوهنتون د رئیس مجیب الرحمن کریمي (چې اوس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دی) سره مرکه وکړم، د مرکې لپاره مو وخت مخکې له مخکې د ماسپښین دوه بجې ټاکلی وې، خو زه مازیګر مهال درې نیمې بجې د نوموړي دفتر ته ورسېدم چې ښاغلی کریمي تللی ؤ. په داسې حال کې چې د راپور نور بشپړ جزیات او برخې چمتو وې او یوازې د نوموړي نظر ته اړتیا وه، بله ورځ هم رخصتي وه او د مرکې امکان نه ؤ چې په دې سره د راپور وخت تېر شو.
۷ـ د مظاهرې پر وخت: ځينې وختونه په هېواد کې د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ هېوادوال لاریونونه کوي، ښارونو او واټونو ته راوځي، د مهمو ځایونو او دفترونو مخې ته ځانونه رسوي چې په همدې اساس خبریالان هم د راپور جوړولو لپاره دغو ځایونو ته ورځي، خو یو شمېر غیر مسلکي خبریالان د لاریون کوونکو په منځ کې روان وي چې دا د خبریال لپاره په زیان تمامېدلای شي. خبریال ته لازمه ده چې په داسې وختونو کې د لاریون کوونکو ترڅنګ روان شي او تصویر واخلي او ښه خبره داده چې د لاریون کوونکو په منځ کې روان نشي.
۸– دقت: د رسنیو کارکوونکو ته لازمه ده، چې تل د دقیقو سرچینو څخه خبر ترلاسه کړي، ځکه دقت په ژورنالیزم کې د نړیوالو معیارونو یو تر ټولو مهم اصل بلل کېږي، چې باید ورته متوجې او جدي واوسو، کلتوري او دیني موضوعات سم ولیکو او هم یي ولولو. مثال په ارقامو کې د ۱۰۰ پرځای ۱۰۰۰ ونه لیکو، او همدا شان په ویلو کې نومونه او کلمې سمې تلفظ شي، ځکه د یوې کلمې په ناسم تلفظ او ویلو سره کیدای شي د ټولنې د وګړو احساسات را وپاریږي او خلک یې پروړاندې غبرګون وښیي. هغه څه چې کره او دقیق نه وي باید خپاره نه شي، ځکه الله –جل جلاله- فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ.» (الحجرات:۶).
ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ د هغه خبر په اړه، چې کوم فاسق يې تاسو ته راوړي، تحقيق وکړئ داسې نه چې په ټاکلي خبر باندې په اعتماد کولو سره خلکو ته زيان ورسوئ او وروسته بيا پښيمانه وئ.
د بېلګې په توګه : کله چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسي جرګې نوي نوماندان معرفي شول او د دوی ترمنځ د رئیس په سر لانجه رامنځ ته شوه نو پژواک خبري آژانس یو خبر خپور کړ چې په پارلماني چاور کې د دولت وزارت یوې سرچینې ویلي چې ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو ته د یوې اوونۍ لپاره وخت ورکړی که چېرې خپله ستونزه هواره نه کړي او جوړ رانه شي نو پارلمان به وتړي. خو څو ساعته وروسته د ولمسشر غني ویاند هارون چخانسوري د پژواک دغه خبره رد کړه او ويې ویل چې ولسمشر غني په دې اړه څه نه دي ویلي. او داسې نورې بېلګې…
۹– بې طرفي او واقعيت ويل: رسنۍ باید د بې طرفۍ اصل ته په کتو سره د پول حیثیت خپل کړي لکه څرنګه چې یو پل څو ولسونه او یا کلي سره وصل کوي، همداسې یو ژورنالیست باید د ملت غږ تر حکومته او د حکومت غږ تر ملته ورسوي د خلکو د سالمو غوښتونو او د هغو ظلمونو او پېښو په اړه چې د دوی په منځ یا چاپېریال کې را منځ ته کېږي، ترحکومته ورسوي او د هېڅ لوري په ګټه خبر او راپور خپور نه کړي. کله چې د وخت حکومت وغواړي د ملت په سترګو کې خاورې واچوي او یا يي وغولوي. نو د ژورنالیست دنده دا ده چې د وګړو د حقونو د ترلاسه کولو په موخه پر حکومت سالمې نیوکې وکړي او د ملت د حقونو لپاره رښتینې مبارزه وکړي.
الله -جل جلاله- په سورت انعام کې فرمايي: «وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى» (الانعام:۱۵۲)
ژباړه: کله چې تاسې خبرې کوئ، نو له عدالت نه کار واخلئ، سره له دې چې که مقابل لوری ستاسو له خپلوانو څخه وي. نو په دې اساس د واقعيتونو په راسپړلو او د اطلاعاتو په راټولولو کې خبريال بايد خپل شخصي احساس ورګډ نه کړي، پېښه په لوی لاس لويه يا وړه ونه ښيي او د حقیقتونو په انعکاس کې خپله بې طرفي بايد وساتي.
د ژورناليزم په نړيوالو معيارونو کې د بې طرفي اصل (دا چې خبريال بايد د ژورناليستيکي فعاليتونو په بهير کې بې پرې وي) په دې معنا نه دی، چې رسنۍ د منکراتو او فساد په مقابل کې چپه خوله پاتې شي، ځکه چې په نېکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول د مؤمنانو ځانګړنه ده او په مقابل کې په بدۍ امر او له نېکۍ څخه منع کول د منافقانو صفت ښودل شوی دی.
ځینې رسنۍ او خبریالان د بې طرفۍ اصل ته توجه نه کوي د یو لوري په ګټه راپور چمتو کوي او یا هم ترتیب شوی راپور یې کمپایني بڼه لري او یا هم مخکې له دې چې محکمه پرې د مجرم حکم وکړي په خلکو باندې تور لګوي، چې دا هم یو غیر ژورنالیستیک عمل دی، او خبریال په دې کار سره هم ځان او هم رسنۍ ته زیان رسوي.
۱۰– د بې حیایۍ او فحش مخنیوی: د یو اسلامي هېواد د رسنیو قانون او عرف هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې څوک دې په رسنیو کې د اسلام مبارک دین خلاف نشرات وکړي او خلک بې حیایۍ ته راوبلي او یا هم د نا کره اطلاعاتو یا خبرونو په خپرولو سره په وګړو کې نفاق خپور کړي.
الله -جل جلاله- په سورت نور کې مهرباني کوي فرمايې: «إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ».(النور:۱۲۰).
ژباړه: هغه څوک چې په مؤمنانو کې بې حيايي خپرول غواړي، د دوی لپاره په دنيا او آخرت کې دردناک عذاب دی او الله -جل جلاله- پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ. همدارنګه په سورت انعام کې الله -جل جلاله- فرمايي: «وَذَرُوا ظَاهِرَ الْإِثْمِ وَبَاطِنَهُ» (انعام:۱۲۰). ژباړه: د بي حيايۍ خبرې مه خپروئ هغه که ښکاره دي او که پټې.
اسلام کله هم رسنيو ته داسي خپلواکۍ نه ورکوي، چې د خپلواکۍ په نوم فاحشې خبرې، لوڅ لغړ مناظر او حيا سوزونکي حرکات (خوځښتونه) وړاندې کړي، چې په ډرامو او فلمونو کې شرم، حيا او تقدس پایمال کړي.
په اسلامي هېواد کې د ټلویزیون په سکرین د پردیو هېوادونو نیم بربڼده یا غیر اسلامي تصویرونه او سریالونه خپرول یو غیر اسلامي کلتوري کار دی، دې ته ورته د رسنیو کارکوونکي باید دې ته متوجې واوسي چې تصویر اخیستل او بیا خپرول ځانګړي حدود او اخلاق لري، پرته له اجازې خبریال نشي کولای چې د یو چا تصویر واخلي بیا یې خپور کړي یا یې د شخصیت توهین وکړي، ځکه دا یو غیر اخلاقي ژورنالیستیک عمل دی، همدا راز ټول هغه مطالب چی د اسلام مبارک دین سره په ټکر کی واقع کېږی غیر ژورنالیستیک اخلاق دي.
پایله دا چې یو خبریال باید د ژورنالیزم د لسو نړیوالو معیارونو سربیره د رسنیزو اسلامي اخلاقو او ټولنې کلتور څخه پوره خبر وي همدارنګه هغوی چې له پورته اصولو سره نا آشنا دي یا هم غیر مسلکي کسان دي چې تل له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.
ډېر نور ورته ژورنالیستیک اخلاق او اصول شتون لري، چې بیانول یې دلته زیات وخت ته اړتیا لري چې د ټولو رسنیو کارکوونکي یې باید حتما مطالعه کړي او ورته توجه وکړي. چې د یادو اخلاقو او اصولو په مراعاتولو سره به نه یوازې دوی په خپله کاري ساحه کې د ګڼ شمېر ستونزو څخه ژغورل شوي وي، بلکې د ژورنالیزم او اسلامي صحافت دندې به یې هم پرمخ بېولې وي.