هغه رسنیز اخلاق چې په مراعاتولو یې ګواښونه کمېږی!

هغه رسنیز اخلاق چې په مراعاتولو یې ګواښونه کمېږی!

د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد

د هر مسلک او کار په هکله ځینې اخلاقی موارد او اصول شتون لری په همدې ډول د رسنیو په برخه کې هم ځینې اخلاق موارد او اصول شته چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکی یې په خپله کاری ساحه کې په مراعاتولو اړ دی.

یا په بل عبارت رسنیز اخلاق هغو اخلاقو ته ویل کېږې، چې د رسنیو کارکوونکی یې په خپله کاری ساحه کې پرته له کوم بهرنی فشار او جبر څخه په ځان تطبیقوی.

رسنۍ چې په فارسی- دری ژبه کې رسانه یا رسانه ها بلل کېږی او د انګلیسی د medium ژباړه ده، د وسیلې یا ابزار معنا لری او په عمومی توګه په دوو برخو وېشل شوې چې یو یې ډله ییزې او بل یې ټولنیزې رسنۍ دی، چې د ډله ییزو رسنیو په ډله کې راډیو، ټلویزیون، ورځپاڼه، اوونیزه او نورې ډول ډول مجلې راځی او په ټولنیزو رسنیو کې فیسبوک، ټویټر او نور… شاملیږی، د دغو ټولو ذکر شویو رسنیو اساسی دندې څلور دی او ترټولو مهمې یې سالمه اطلاع رسونه، تعلیم ورکول، د افکارو رهبری، سالمه تفریح او د حکومت پرکړنو څار بللی کېږی.

د یادو دندو د ښه ترسرکولو لپاره د اسلام مبارک دین او د رسنیو قانون ځانګړی اصول او اخلاق وضع کړی دی چې په رسنیو کې باید هغه ته جدی پاملرنه وشی او په مراعاتولو یې ټینګار وشی، ځکه ډېری ستونزې خبریالانو ته او په مشخص ډول غیر مسلکی خبریالانو ته د هغوی د خپلو تېروتنو او د ژورنالیستیکی اخلاقو څخه د سرغړونې له امله رامنځ ته کېږی.

نو په همدې اساس د رسنیزو اسلامی اخلاقو او اصولو بېلګې چې یو خبریال ته په خپله کاری ساحه کې مهم بلل کېږی او تر ډېره د دوی د ستونزو او پر وړاندې یې د ګواښونو کچه را کموی په لاندې ډول دی چې باید خبریال ورته مخکې له مخکې پاملرنه وکړی.

 ۱– رسنیز کارت: کله چې مونږ د یو خبریال په توګه له یوې رسنیزې ادارې څخه د راپور یا خپرونې جوړولو لپاره کاری ساحې ته وځو باید په لومړی سر کې د خپلې ادارې کارت له ځان سره ولرو، په دې سره به د خپل راپور او خبر توکی او مواد په ښه بڼه چمتو کړئ، یو شمېر خبریالان د کارت نه لرلو له امله یا خو له پولیسو سره شخړه کوی یا هم غونډو او مهمو ځایونو ته نه پرېښودل کېږی.

۲– د اجازې غوښتل: یو بل مهم څه چې خبریال یې باید ضرور په نظر کې ونیسی هغه هر ځای ته د تللو څخه مخکې له مقابل لوری د اجازې غوښتنه ده.

کله چې د مرکې لپاره غواړو د یو لوړپوړی چارواکی کور ته لاړ شو یا له یوې مهمې پېښې تصویر واخلو اړینه ده چې اړوندو چارواکو ته خپل رسنیز کارت ورښکاره کړو او اجازه وغواړو، که اجازه راکړل شوه، نو راپور چمتو کړو او که اجازه رانه کړل شوه اړینه نه ده چې د دروازې د مخې ګارډانو (ساتونکو) سره شخړه وکړو چې څنګه مونږ ته اجازه نه راکول کېږی او یا هم له مونږ سره ولې مرکه کېدونکی مرکه نه کوی.

۳– معرفت: تر اجازې مخکې په کاری ساحه کې د ځان معرفی کول هم اړین دی مثلا: زه احمد نومیږم دغه زما کارت دی او د پلانۍ رسنۍ خبریال یم غواړم د رامنځ ته شوې پېښې په اړه راپور چمتو کړم او هم یې تصویر واخلم.

۴– کلتور او شخصی حریم ته درناوی: خبریال باید د پېښې ځای ته په کتو سره مخکې له مخکې د هغه ځای په کلتور او دود باندې ځان پوه کړی او په اړه یې پوره معلومات ولری. مثلا کوم خبریال چې له ښار څخه د کلیو په لور د خپرونې یا فیچری راپور چمتو کولو لپاره ځی، د دې پر ځای چې دریشی واغوندی او ولاړشی د سیمې دعنعناتو سره سم باید ځان برابر کړی، څو کاله مخکې د بی بی سی راډیو خبریالان د یو ځانکړی راپور چمتو کولو لپاره د وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ تنګی سیمې ته -هلته چې پکې وسله وال طالبان واکمن دی- تللی وو، غوښتل یې چې د هغې سیمې په اړه یو فیچری او ځانګړی راپور جوړ کړی کړی، دوی مخکې له دې چې سیمې ته داخل شی د اوسېدونکو د کلتور او دود سره سم یې ځانونه عیار کړی وو، د سیمې د اوسیدونکو په څېر یې کالی اغوستی وو، رسنیز کارتونه ورسره او اجازه یې هم اخیستې وه، چې په دې سره یې وکولای شول خپل راپور په ښه ډول ترتیب کړی.

 خبریالان باید د سیمې خلکو سره په همغه لهجه ځان پوه کړی او عامیانه خبرې وکړی د تصویر اخیستلو په وخت کې له احتیاط کار واخلی او د فلمبردارۍ اصول په پام کې ونیسی، خپل انځور اخیستونکی هم په دې پوه کړی چې داسې تصویرونه او ویډیو ثبت نه کړی چې په هغې سره د ټولنې کلتوری ارزښتونو ته ضرر ورسېږی مثلا پرته له اجازې د یوې کورنۍ د ښځو تصویرونه اخیستل او یا هم د هغو شیانو تصویر اخیستنه او په رسنیو کې خپرول چې خلک په کلتوری لحاظ ترې بده منی، ځکه پرته له اجازې د یو چا تصویر اخیستل خصوصی حریم باندې تېری او جرم ګڼل کېږی.

۵– اړین  توکی چمتو کول: یو خبریال ته لازمه ده چې خپلې کاری ساحې ته د تلو څخه مخکې ټول رسنیز مواد په خپل لاسی بکس کې له ځان سره ولری لکه: ریکارډر، کمره د کمرې اضافی بیټری د کمرې او ریکارډر اړونده کېبلونه، هډفون، ټلیفون، قلم، کتابچه د زخم پټۍ، پلسټر او نور..

۶ـ ټاکلی وخت او ټاکلی ځای: کله چې یو خبریال د خپلې رسنۍ د ادارې لخوا د راپور یا خپرونې چمتو کولو لپاره یو مشخص ځای ته ولېږل شی یا د مرکه کیدونکی سره وخت او ځای وټاکی، نو باید خبریال مشخص ځای ته له ټاکلی وخت نیم ساعت مخکې ځان ورسوی تر څو په لاره کې له کومو ستونزو سره مخ نه شی او د خپرونې د چمتو کولو خنډ ونه ګرځی.

لنډه خاطره: په ۱۳۹۵ لمریز کال کې مې د خوست ملی راډیو ټلویزیون ته تولیدی راپور چمتو کولو، یوه ورځ مې غوښتل د شیخ زاید پوهنتون د تدریسی کیفیت په اړه د یاد پوهنتون د رئیس مجیب الرحمن کریمی (چې اوس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دی) سره مرکه وکړم، د مرکې لپاره مو وخت مخکې له مخکې د ماسپښین دوه بجې ټاکلی وې، خو زه مازیګر مهال درې نیمې بجې د نوموړی دفتر ته ورسېدم چې ښاغلی کریمی تللی ؤ. په داسې حال کې چې د راپور نور بشپړ جزیات او برخې چمتو وې او یوازې د نوموړی نظر ته اړتیا وه، بله ورځ هم رخصتی وه او د مرکې امکان نه ؤ چې په دې سره د راپور وخت تېر شو.

۷ـ د مظاهرې پر وخت: ځینې وختونه په هېواد کې د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ هېوادوال لاریونونه کوی، ښارونو او واټونو ته راوځی، د مهمو ځایونو او دفترونو مخې ته ځانونه رسوی چې په همدې اساس خبریالان هم د راپور جوړولو لپاره دغو ځایونو ته ورځی، خو یو شمېر غیر مسلکی خبریالان د لاریون کوونکو په منځ کې روان وی چې دا د خبریال لپاره په زیان تمامېدلای شی. خبریال ته لازمه ده چې په داسې وختونو کې د لاریون کوونکو ترڅنګ روان شی او تصویر واخلی او ښه خبره داده چې د لاریون کوونکو په منځ کې روان نشی.

۸– دقت: د رسنیو کارکوونکو ته لازمه ده، چې تل د دقیقو سرچینو څخه خبر ترلاسه کړی، ځکه دقت په ژورنالیزم کې د نړیوالو معیارونو یو تر ټولو مهم اصل بلل کېږی، چې باید ورته متوجې او جدی واوسو، کلتوری او دینی موضوعات سم ولیکو او هم یی ولولو. مثال په ارقامو کې د ۱۰۰ پرځای ۱۰۰۰ ونه لیکو، او همدا شان په ویلو کې نومونه او کلمې سمې تلفظ شی، ځکه د یوې کلمې په ناسم تلفظ او ویلو سره کیدای شی د ټولنې د وګړو احساسات را وپاریږی او خلک یې پروړاندې غبرګون وښیی. هغه څه چې کره او دقیق نه وی باید خپاره نه شی، ځکه الله –جل جلاله- فرمایی: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنْ جَاءَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَنْ تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَهٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ.» (الحجرات:۶).

ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ د هغه خبر په اړه، چې کوم فاسق یې تاسو ته راوړی، تحقیق وکړئ داسې نه چې په ټاکلی خبر باندې په اعتماد کولو سره خلکو ته زیان ورسوئ او وروسته بیا پښیمانه وئ.

د بېلګې په توګه : کله چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسی جرګې نوی نوماندان معرفی شول او د دوی ترمنځ د رئیس په سر لانجه رامنځ ته شوه نو پژواک خبری آژانس یو خبر خپور کړ چې په پارلمانی چاور کې د دولت وزارت یوې سرچینې ویلی چې ولسمشر غنی د ولسی جرګې غړو ته د یوې اوونۍ لپاره وخت ورکړی که چېرې خپله ستونزه هواره نه کړی او جوړ رانه شی نو پارلمان به وتړی. خو څو ساعته وروسته د ولمسشر غنی ویاند هارون چخانسوری د پژواک دغه خبره رد کړه او ویې ویل چې ولسمشر غنی په دې اړه څه نه دی ویلی. او داسې نورې بېلګې…

۹– بې طرفی او واقعیت ویل: رسنۍ باید د بې طرفۍ اصل ته په کتو سره د پول حیثیت خپل کړی لکه څرنګه چې یو پل څو ولسونه او یا کلی سره وصل کوی، همداسې یو ژورنالیست باید د ملت غږ تر حکومته او د حکومت غږ تر ملته ورسوی د خلکو د سالمو غوښتونو او د هغو ظلمونو او پېښو په اړه چې د دوی په منځ یا چاپېریال کې را منځ ته کېږی، ترحکومته ورسوی او د هېڅ لوری په ګټه خبر او راپور خپور نه کړی. کله چې د وخت حکومت وغواړی د ملت په سترګو کې خاورې واچوی او یا یی وغولوی. نو د ژورنالیست دنده دا ده چې د وګړو د حقونو د ترلاسه کولو په موخه پر حکومت سالمې نیوکې وکړی او د ملت د حقونو لپاره رښتینې مبارزه وکړی.

الله -جل جلاله- په سورت انعام کې فرمایی: «وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ کَانَ ذَا قُرْبَى» (الانعام:۱۵۲)

ژباړه: کله چې تاسې خبرې کوئ، نو له عدالت نه کار واخلئ، سره له دې چې که مقابل لوری ستاسو له خپلوانو څخه وی. نو په دې اساس د واقعیتونو په راسپړلو او د اطلاعاتو په راټولولو کې خبریال باید خپل شخصی احساس ورګډ نه کړی، پېښه په لوی لاس لویه یا وړه ونه ښیی او د حقیقتونو په انعکاس کې خپله بې طرفی باید وساتی.

د ژورنالیزم په نړیوالو معیارونو کې د بې طرفی اصل (دا چې خبریال باید د ژورنالیستیکی فعالیتونو په بهیر کې بې پرې وی) په دې معنا نه دی، چې رسنۍ د منکراتو او فساد په مقابل کې چپه خوله پاتې شی، ځکه چې په نېکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول د مؤمنانو ځانګړنه ده او په مقابل کې په بدۍ امر او له نېکۍ څخه منع کول د منافقانو صفت ښودل شوی دی.

ځینې رسنۍ او خبریالان د بې طرفۍ اصل ته توجه نه کوی د یو لوری په ګټه راپور چمتو کوی او یا هم ترتیب شوی راپور یې کمپاینی بڼه لری او یا هم مخکې له دې چې محکمه پرې د مجرم حکم وکړی په خلکو باندې تور لګوی، چې دا هم یو غیر ژورنالیستیک عمل دی، او خبریال په دې کار سره هم ځان او هم رسنۍ ته زیان رسوی.

۱۰– د بې حیایۍ او فحش مخنیوی: د یو اسلامی هېواد د رسنیو قانون او عرف هېچا ته دا اجازه نه ورکوی چې څوک دې په رسنیو کې د اسلام مبارک دین خلاف نشرات وکړی او خلک بې حیایۍ ته راوبلی او یا هم د نا کره اطلاعاتو یا خبرونو په خپرولو سره په وګړو کې نفاق خپور کړی.

الله -جل جلاله- په سورت نور کې مهربانی کوی فرمایې: «إِنَّ الَّذِینَ یُحِبُّونَ أَنْ تَشِیعَ الْفَاحِشَهُ فِی الَّذِینَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ فِی الدُّنْیَا وَالْآخِرَهِ وَاللَّهُ یَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ».(النور:۱۲۰).

ژباړه: هغه څوک چې په مؤمنانو کې بې حیایی خپرول غواړی، د دوی لپاره په دنیا او آخرت کې دردناک عذاب دی او الله -جل جلاله- پوهېږی او تاسو نه پوهېږئ. همدارنګه په سورت انعام کې الله -جل جلاله- فرمایی: «وَذَرُوا ظَاهِرَ الْإِثْمِ وَبَاطِنَهُ» (انعام:۱۲۰). ژباړه: د بی حیایۍ خبرې مه خپروئ هغه که ښکاره دی او که پټې.

اسلام کله هم رسنیو ته داسی خپلواکۍ نه ورکوی، چې د خپلواکۍ په نوم فاحشې خبرې، لوڅ لغړ مناظر او حیا سوزونکی حرکات (خوځښتونه) وړاندې کړی، چې په ډرامو او فلمونو کې شرم، حیا او تقدس پایمال کړی.

په اسلامی هېواد کې د ټلویزیون په سکرین د پردیو هېوادونو نیم بربڼده یا غیر اسلامی تصویرونه او سریالونه خپرول یو غیر اسلامی کلتوری کار دی، دې ته ورته د رسنیو کارکوونکی باید دې ته متوجې واوسی چې تصویر اخیستل او بیا خپرول ځانګړی حدود او اخلاق لری، پرته له اجازې خبریال نشی کولای چې د یو چا تصویر واخلی بیا یې خپور کړی یا یې د شخصیت توهین وکړی، ځکه دا یو غیر اخلاقی ژورنالیستیک عمل دی، همدا راز ټول هغه مطالب چی د اسلام مبارک دین سره په ټکر کی واقع کېږی غیر ژورنالیستیک اخلاق دی.

پایله دا چې یو خبریال باید د ژورنالیزم د لسو نړیوالو معیارونو سربیره د رسنیزو اسلامی اخلاقو او ټولنې کلتور څخه پوره خبر وی همدارنګه هغوی چې له پورته اصولو سره نا آشنا دی یا هم غیر مسلکی کسان دی چې تل له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوی دی.

ډېر نور ورته ژورنالیستیک اخلاق او اصول شتون لری، چې بیانول یې دلته زیات وخت ته اړتیا لری چې د ټولو رسنیو کارکوونکی یې باید حتما مطالعه کړی او ورته توجه وکړی. چې د یادو اخلاقو او اصولو په مراعاتولو سره به نه یوازې دوی په خپله کاری ساحه کې د ګڼ شمېر ستونزو څخه ژغورل شوی وی، بلکې د ژورنالیزم او اسلامی صحافت دندې به یې هم پرمخ بېولې وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.