کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، یوازې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷ سوه کانونه ثبت شوي، چې تر اوسه ۵۵۰ شرکتونو ته د دغو کانونو د استخراج لپاره د کار جوازونه ورکړل شوي او په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه وزارت د مسوولینو په وینا له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په ۱۴ داوطلبیو کې نږدې ۴۷ زره قیراطه زمرد پر څه باندې ۳.۵ میلیونه ډالرو خرڅ شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په کور دننه د ټولو کانونو په ځانګړې توګه د زمرد د پروسېس چارې باید ترسره شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/