کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۰ مه نېټه)
د فوټسال نړیوال سیالۍ نن چهارشنبه، د وري (حمل) ۲۰مه نېټه، د افغانستان، مراکش، چین او پرتګال د ملي ټیمونو ترمنځ په مراکش کې پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د سهشنبې په ورځ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې اعلان وکړ چې د هېواد د فوټسال ملي ټیم یادو سیالیو کې د ګډون لپاره مراکش ته سفر کړی دی.
دا سیالۍ به تر راتلونکې یکشنبې پورې دوام ومومي، او له دغو سیالیو وروسته، د افغانستان ملي ټیم د اپرېل په ۱۶مه نېټه له کوربه ټیم، مراکش، سره یوه دوستانه لوبه هم ترسره کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/