کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د هند او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د اتلانو جام سیالۍ چې افغان لوبډلې هم په لومړي ځل په کې ګډون کړی و، د پاکستان په کوربتوب چې د هند لوبې په دوبۍ کې ترسره کېدلې، اوس تر پایلوبې را رسېدلې دي.
په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند اسټرالیا ته ماتې ورکړه او په دوهمه نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته ماتې وکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې په دغه جام کې یوه لوبه وبایلله، یوه یې له انګلستان څخه وګټله او بله یې د باران له امله مساوي پای ته ورسېده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/