په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پرون چهارشنبه د روان لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۵ مه نېټه څو تنه افغان ژورنالیستان چې غوښتل یې د تورخم په دروازه کې د پاکستاني ملیشو او افغان پوله ساتو ځواکونو له جګړې څخه مستند راپورونه جوړ کړي، د پاکستاني ملیشو د وسله وال برید له امله د خپلې رسنیزې دندې پر مهال ټپیان شوي دي.
له سیمي څخه د نورو خبریالانو د راپور له مخې دغه ژورنالیستان پداسې وخت کې د پاکستاني پوځیانو په یرغل کې ټپیان شوي دي چې د افغان پوله ساتو پوځیانو پر پوستو یې د پاکستاني ملیشو له وسله وال برید څخه فلمونه او رسنیز راپورونه جوړول.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکوونکي پداسې حال کې چې د پاکستاني ملیشو او پوځیانو دا کړنه د هر ډول نړیوالو قوانینو او رسنیزو نورمونو خلاف ګڼي، ټپي افغان ژورنالیستانو ته له الله څخه روغ صحت او په راتلونکو دندو کې بریالیتوب غواړي.
همدارنګه ګهیځ ټولنه پداسې حال کې چې د پاکستاني ملیشو دا ډول کړنې د رسنیز فعالیت او رسنیو د آزادۍ پر ضد یو ګام او د دوی د تېرو تیریو په دوام یو تېری ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي، یادونه کوي چې باید د نړۍ په کچه رسنیز بنسټونه او د خبریالانو له حقونو څخه مدافع ټولنې د دې ډول تېریو په اړه غبرګون وښیي او په راتلونکې کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي.
ګهیځ ټولنه په ورته وخت کې د رسنیو له مسؤولینو هم غواړي تر څو د جګړې ډګر ته د خپلو خبریالانو د لېږلو پر وخت هغوی ته د احتیاطي تدبیرونو د مراعات سپارښتنه وکړي او خبریالان هم باید لازم احتیاطي اقدامات په پام کې ونیسي.
په درنښت
سردار محمد دیندار خیل
د ګهیځ ټولنې رییس