معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو سرپرست وزیر د دریو هېوادونو له علماوو او پانګوالو سره کتلي

د کانونو سرپرست وزیر د دریو هېوادونو له علماوو او پانګوالو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ترکیې، یمن، او اندونیزیا له علماوو او ځینو پانګوالو جوړ پلاوي سره کتلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړو علماوو افغانستان کې، په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې له لاسته‌ راوړنو ستاینه کړې او پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو او زمردو پر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د کانونو سرپرست وزیر په دغې کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره له پانګوالو سره قانوني همکاریو ته چمتو دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس